پاکستاني چارواکو په جنوب کي د هغو سیمو نه چی د سیلابونو تر خطر لاندي دي، څه د پاسه ٥٠٠ زره خلک را ایستلي دي. په دغو سیلابونو کي تر اوسه پوري تقریبا څلور ملیون کسانو ته تاوانونه رسیدلي دي.
دغو سیلاونو د پاکستان په شمال لویدیځ کي په تیره یوه اونۍ کي څه دپاسه ١٥٠٠ کسه وژلي دي. سړکونه یې وړي، پلونه او کورونه یې نړولي او غلې دانې او د کرني ځمکي یې تباه کړي دي. دژغورني کارکونکي زیاترو سیمو ته یوازي په کښتیو او هلیکوپتروکي ځانونه رسولای سي.
پرون د پنجشنبې په ورځ بارانونو د پنجاب او سیند د ایالتونو په خوا زور وکړ او د آضطراري چارو او ژغورني کارکونکو مصیبت ځپلو سیمو ته ځانونه رسولی دي.
د نړۍ د خوراکي موادو مؤسسه وایی چی پرون یې هغو خلکو ته چي د مرستو موادو ته سخته اړتیا لري، دغه مواد د هوا نه ورغورځولي دي.
پنټاگان وایي چی د امریکا اردو کولای سي چی د افغانستان نه خپل یو شمیر عسکر د ژغورني د چارو د پاره په پاکستان کي سیلاب ځپلو سیمو ته واستوي، په دې شرط چی اسلام آباد یې غوښتنه وکړي.
د پنټاگان نطاق جیوف موریل وویل چی امریکایي هلیکوپتري ١٨ ځله دغو سیمو ته ورغلې او دیرش ټنه د مرستو مواد یې خلکو ته رسولي دي او د خیبر پښتونخوا د کلام نه یې ٨٠٠ خلک را ایستلي دي. په دغو کي شپږ هلیکوپتری د افغانستان نه راغوښتل شوي وې.