د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د هند نه به ۵ میلیونه ډالره واخلو


پاکستان: د هند نه به ۵ میلیونه ډالره واخلو
پاکستان: د هند نه به ۵ میلیونه ډالره واخلو

پاکستان فیصله کړې چی د سیلاب ځپلو د پاره د هند له خوا پنځه ملیون ډالره مرسته قبوله کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د « یوه ډیر ښه پیشنهاد » په توگه په داسی حال کي د هغې هرکلی وکړچی دواړه ملکونه کوشش کوي خپل خړپړ روابط ښه کړي.

امریکا د پاکستان نه غوښتي دي چی د هند دا مرسته قبوله کړي او پرې نه ږدی چي ددواړو ملکونو ترمنځ مخالفتونه د شل ملیون پاکستانیانو په مقابل کي چي سیلابونو ځپلي دي، د مرستو د لاري خنډ نه شي.

د لندن د فاینینشیل ټایمز ورځپاڼي نن د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی او ویلي یې دی چی پاکستان به د نړۍ وال وجهي صندوق نه وغواړي چي د لس ملیارډ ډالرو پور شرائط یې یوڅه نرم کړي. دغي ورځپاڼي ویلي دي چی د پاکستان د مالیې وزیر عبدالحفیظ شیخ به بله هفته واشنگټن ته سفر وکړي او د نړۍ وال وجهي صندوق نه به وغواړي چي ددې قرضې په باب له سره غور وکړي.

د ملگرو ملتو عمومي اسامبلې پرون د پاکستان د سیلابونو په باب یوه خاصه غونډه وکړه او عمومي منشي بان کي مون دنړۍ والي ټولني نه وغوښتل چی د پاکستان سره چی د سیلابونو مصیب پر راغلی، په پوره سخاوت مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG