د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سیند ایالت سختو سیلابونو ځپلی


د پاکستان سیند ایالت سختو سیلابونو ځپلی
د پاکستان سیند ایالت سختو سیلابونو ځپلی

د پاکستان د سند په ایالت کې سیلابونو په سلګونو زره خلک د خپلو کورونو پرېښودلوو ته اړ کړی دي. بی ځایه شوي خلک وایې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دې او بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

سیلابونو له ۳ ساوه زره نه زیات خلک له خپلو کورونو نه بې ځایه کړي دي. خلګ د حکومت د سوکه اقداماتو له امله بې حوصله شوي دي او پر چارواکو نیوکې کوي.

که له یوې خوا پر پاکستان د اسلامپالو اورپکو د ملاتړ له کبله کلکې نیوکې کیږي، له بل لوري د دغه هیواد حکومت د پاکستان دننه له سیلاب ځپلو خلکو سره د اړینو مرستو په نه کولو تورن کیږي.

موسومي بارانونو او سیلابونو سږکال په دې هیواد کې ټول ټال ۲۲۶ کسه وژلي دي.

چارواکي وايي چې د اګست له میاشتې راهیسي د پاکستان په جنوبي برخو کې سیلابونو ۱،۲ میلیونه کورنو او ۱،۵ میلونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاره کړيده.

د سیند ایالت د روغتیا د چارو مسول حفېظ مومن وايي چې تر اوسه ۲ زره د ملاریا ناروغان په رغتونونو کې ثبت شوي او دغه شمیره مخ په ډیریدو ده. ملاریا او اسهالات دوې هغې ناروغې دې چې د سیلابونو په مهال ډیر سرایت کوي.

د تاندو الله یار په سیمه کې له ۱۰۰ ډیر کسان په یوې کیږدې کې سره راټول شوی دی. په دوې کې یو امانت علي دی چې وايي کورنۍ ته یې د پاکستان د حکومت له خوا هیڅ ډول مرسته نده شوی.

،،ډیر سخت بارانونه وسول. له نورو سیمو هم زمونږ پر سیمو د باران اوبه راغلې او مونږ یې لاندي کړو. مونږ خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړه او اوس خپل اولادونه لا نه شو ساتللای. ۷، ۸ ورځې کېږي چې نه پولیس او نه هم پوځ دلته راغلی دی. نورو کسانو ته خوراکي مواد ورکول کېږي خو مونږ هیڅ هم نه دي لیدلي. که چیري د سهار ډوډۍ پیدا کړو نو د ماښام په ډوډۍ پسي حیرانه یوو.،،

بل کس جهان زیب دی او خپل حالت داسي بیانوي. ،،مونږ له عمرکوټ و تښتیدلو او زما مور د سیلاب د سړو ابو له امله عصبي سکته وکړه. اوس مونږ د لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ یو. زمونږ څاروي ټول مړه شول. زه پیسې نه لرم چې نور څاروي رانیسم او خپل ورځینیز ژوند له سره پیل کړم. هیڅوک زما سره مرسته نه کوي.،،

د یادونې وړ ده چې تیرکال هم پاکستان سیلابونو ځپلی و چې په لړ کې یې لږ تر لږ ۲ زره خلګ ووژل شول او ۱۱ میلیون نور یې له خپلو کورونه بې ځایه کړل. دا په پاکستان کې تر ټولو خراب طبیعي ناورین و.

XS
SM
MD
LG