د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې سیلابونو د ناروغیو خطر پیدا کړی


د مرستو رسولو کارکونکي وایی چی د پاکستان په سیلاب ځپلو سیمو کي د ناروغیو راپیداکیدل نوي خطرونه منځ ته راوړي دي.

چارواکو نن د جمعې په ورځ وویل چی د چیښلو د پاکو اوبو د کمبود او د صحي چارو د نیمگړتیا په وجه د اسهال او د معدې نوري ناروغۍ او همداراز د پوستکي ناروغۍ راپیدا شوي دي.

د مرستو رسولو کارکونکي خبرداری ورکوي چی د اوبو نه د راپیدا شوو ناروغیو او داسي نورو ناروغیو له کبله به نور خلک هم مړه شي. ویل کیږي په سیلابونو کي تر اوسه پوري ١٦٠٠ کسه مړه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چی د ملگرو ملتو عمومي منشي

بان کي مون به سبا د شنبې په ورځ پاکستان ته راسي او د ژغورني د چارو په باب به د مقاماتو سره خبري وکړي.

ملگرو ملتو د ۴٦٠ ملیون ډالرو غوښتنه کړې ده چی په دې پیسو سره عاجلي مرستي برابري کړي چی په کي به د خوراکي موادو، پناه ځایونو او پاکو اوبو تهیه کول شامل وي.

د ملگرو ملتو نطاق ماري زیو گیلیانو وویل چی په دغو بارانونو او سیلابونو کي د ټول پاکستان څلورمي برخي ته تاوانونه رسیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چی د مشرانو د جرگې د بهرنیو روابطو د کمیټې رئیس جان کیري به بله هفته پاکستان ته سفر وکړي او د رسیدلو تاوانونو جاج به واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت داهم وویل چی امریکا د سیلاب ځپلو سره د مرستو دپاره تر اوسه پوري د ٧٦ ملیون ډالرو په ارزښت د پاکستان سره مرستي کړي دي.

XS
SM
MD
LG