د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د طالبانو سره د خبرو هرکلی کړی دی


پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سه شنبې د ورځې په خبرو کې د امریکا او چین استازي هم خاضروو
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سه شنبې د ورځې په خبرو کې د امریکا او چین استازي هم خاضروو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ اسلام اباد سره نږدې د سولې د عالي شورا او د طالبانو د استازو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان حکومت طالبانو استازو سره په خبرو کې شوي پریکړې تائید کړي او دا خبرې یې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په لاره کې لومړی قدم بللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې هیله څرګنده شوې چې دا خبرې به د سولې د بهیر پیل سبب شي او ورسره به په افغانستان کې د وینو تویدل پای ته ورسیږي.

دا اعلامیه وایي چې په خبرو کې ښه نیت او اراده ډیر اهمیت لري د همدې له امله افغانستان هیله‌مند دی چې دا خبرې په ښه نیت او قاطیعت سره دوام ومومي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په دغه اعلامیه کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له اړخه د پاکستان د حکومت څخه دغو خبرو د امکاناتو د برابرولو او کوربه‌توب له امله مننه هم شوې ده او ویل شوي چې د پاکستان دا همکاري به په افغانستان او سیمه کې د جګړې څخه د خلاصون په برخه کې څرګندې پایلې ولري.

په اعلامیه کې د امریکا د متحده ایالاتو او د چین د حکومتونو څخه هم د دغه بهیر په برخه کې د همکارۍ له امله مننه شوې ده او په سیمه کې د نوو ګواښونو په مخنیوي کې د دغو هیوادونو او نورو هیوادونو هڅې ضروري او مهمې بلل شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې ستایلي او هغه یې د سولې د راوستلو په برخه کې مهمې بللي.

د سپېنې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون په یو خبري کنفرانس کې وویل " امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلی کوي. دا د سولې د راوستلو په برخه کې یو ښه پرمختګ دی. متحده ایالتونه د سولې او بیا پخلاینې په برخه کې د افغان حکومت لومړیتوب ستایي او موږ دواړه پاکستان ستایو چې د دغو خبرو کوربتوب کوي".

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد كرزي په پاکستان کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مستقیمو خبرو هرکلی کړی او هغه یې د سولې د رامنځ ته کیدو لپاره یو مثبت گام گڼلی دی.

ښاغلي کرزي په خپلې فیسبوک پاڼه کې په دې ټینگار کړی چې د هر ډول خبرو د پیل سره جوخت باید په افغانستان کې چاودنې، تاوتریخوالی او وژنې بندې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره د امکاناتو د برابرولو له امله مننه شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې په مري کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سې‌شنبې د شپې د شوو خبرو په باب هم خبر ورکړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ تیره ورځ په مري کې په لومړنیو مخامخ خبرو کې له روژې وروسته د یوې بلې غونډې په جوړیدو موافقه شوې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته یو استول شوي بیان کې ویلي چې اسلام اباد سره نږدې په مري کې د افغان حکومت او د طالبانو استازو د سولې او پخلاینې د یو چاپیریال د رامنځ ته کولو لپاره په راتلونکي کې د خبرو په دوام موافقه کړې چې د روژې د میاشتې وروسته به د بلې غونډې د جوړیدلو لپاره نیټه وټاکل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دغو خبرو کې دواړو خواوو د خپلو مشرانو ملاټړ له ځان سره درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې ویلي چې د مري په ښار کې په دغو خبرو کې چې د پاکستان په کوربه توب ترسره شوي د امریکا د متحده ایالاتو او د چین د هیوادونو استازو هم په کې برخه لرله.

دا بیان وایي چې د غونډې ګډون کوونکو په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او پخلاینې په لارو چارو خبرې کړي دي او په دې یې موافقه کړې چې په سیمه کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره مخلصانه هلې ځلې وکړي.

دوی ویلي چې دواړه خواوې د باور د فضا د رامنځ ته کولو لپاره د لازمو اقداماتو ترسره کولو ژمنه هم کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست یو ویاند امریکا غږ سره په خبرو کې په مري کې د افغان حکومت او د طالبانو د ااستازو خبرې تائید کړي دي خو د خبرو د جزئیاتو په باب یې څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خولې ویلي چې افغان حکومت مخالفو وسله والو سره له یو قوي دریځ نه خبرې کوي

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي دي چې جمهور رئیس غني تیر مازیګر په ارګ کې د افغانستان د سیاسي چارو د یوشمیر کارپوهانو اود رسنیو استازو ته په وینا کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو سره د سولې د مخامخ خبرو او د جګړې د بیلابیلو ابعادو په هکله خبرې کړي دي.

جمهورئیس محمد اشرف غني ویلي چې د سولې په مقدماتي خبرو کې به په دریو عمده مسلوخبرې وشي.

د ارګ نه خپور شوی دا بیان وایي مخالفو وسله والو سره خبرې په یودوامداره بهیر بدلیدل، د باور د فضا پیداکیدل او د بحث د موضوعاتو د فهرست جوړیدل د خبرو په اجندا کې شامل دي.

جمهور رئیس غني د سولې د خبرو لپاره په سیمه ایزه او نړیواله کچه د یو اجماع د رامنځ ته کولو په اهمیت د ټینګار ترڅنګ په کلکه ویلي دي چې سولې خبرې د افغانانو ترمنځ خبرې دي اود خبرو ملکیت به هم د افغانانو په لاس کې وي.

جمهور رئیس غني دغې غونډې ته ویلي دي چې د مخالفو وسله والو په ګډون سیمې او نړۍ دا درک کړې چې افغان پوځ نه شي ماتیدلی چې د همدې له امله به افغان حکومت د سولې په خبرو کې د یو قوي دریځ څخه خبرې وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر د دغه بیان له مخې جمهور رئیس ویلي چې هدف دادی چې په لومړي سرکې تاوتریخوالی راکم او په پای کې بیخي له منځه یوړل شي.

جمهور رئیس غني ویلي "د سولې د خبرو په هئیت کې د ښځو ګډون به تیر په څیر خوندی وي او د اساسي قانون لومړی او دوهم فصل په بحث کې شامل نه دی".

همداشان د ارګ دا بیان وایي چې د ډیورنډ د کرښې مسله هیڅکله د سولې په خبرو کې شامله نه وه او نه به شامله اوسي.

د ارګ په دغه بیان کې د جمهور رئیس غني له خولې ویل شوي چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدل د سیمې د هیوادونو اړتیا هم ده.

په کابل کې د پرله پیسې هڅو سره د سولې د عالي شورا چارواکو په دغو خبرو د تبصرې ډډه وکړه. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې ژر به په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

د افغانستان اجرائیه ریاست دفترهم امریکا غږ ته وویل چې په دې مسله د جمهوري ریاست له خوا د شوو څرګندو نه زیات څه نه وایي.

XS
SM
MD
LG