د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ملګرو ملتونو له یوې غونډې سره پریکون وکړ


په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د پاکستان د سنا مجلس مرستیال، عبدالغفور حیدري ته له ویزې ورکولو ډډه کړې ده.

په پام کې وه چې حیدري د يو پلاوي په مشرۍ، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوې غونډې کې د ګډون په موخه د روانۍ اونۍ په پيل کې امریکا ته سفر وکړي.

حیدري د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمائ اسلام له رهبرانو څخه دی.

د امریکا جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷ د یو فرمان په صادرولو سره امریکا ته د کډوالو او د ایران، عراق، یمن، سومالیا، لیبیا، سوریې او سوډان د وګړو په راتګ بندیز ولګاوه.

ټرمپ له اړوندو ادارو څخه غوښتي چې له هغو کسانو "ژوره پلټنه" وکړي چې امریکا ته په سفر راځي.

دا لاتراوسه روښانه نه ده چې د امریکا سفارت د همدې محدودیتونو په لړ کې د پاکستاني سیاستوال ویزه ځنډولې او یا کوم بل خاص دلیل یې ترشا پروت دی.

د پاکستان د سنا مجلس د اداري پلاوي یوه غړي، چوهدري ارشاد ویلي چې د حیدري د ویزې له ځنډیدو وروسته، پاکستاني پلاوی د نیویارک له غونډې سره پریکون کړی دی.

ارشاد وایې: "تر هغه چې متحده ایالات د ځنډ په اړه وضاحت ورنکړي د سنا هیڅ پلاوی به امریکا ته سفر ونکړي."

د ویزې د نه ترلاسه کولو په غبرګون کې حیدري پخپله څه نه دي ويلي، خو د جمعیت علمائ اسلام ګوند یوه غړي ويلي چې دوي د امریکايي مقاماتو وضاحت ته انتظار باسي. دغه کس د خپل نوم له ښودولو نه ډډه کړې ده.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت یوې ویاندې هم پدې اړه له تبصرې ډډه کړې او ویلي چې د محرمیت د مقرراتو له مخې د ویزو په اړه خبرې نشي کولې.

XS
SM
MD
LG