د لاس رسي وړ اتصالات

هنګو کې په موټر کې سپاره ۸ تنه ووژل شول


هنګو کې په موټر کې سپاره ۸ تنه ووژل شول
هنګو کې په موټر کې سپاره ۸ تنه ووژل شول

د پاکستان پولیس وایی چی یاغیانو په قبایلی سیمې کې اته تنه وژلي.

چارواکي وایی چې یاغیانو د هنگو په ښارگوټي کې په یوه فلاینګ کوچ موټر باندې ډزې وکړې او دغه ملکي کسان یې پکې ووژل.

د فرانسې خبری اژانس وایي چی په دی ډزو کی اوه تنه زخمی شوی دي.

دغه راز چارواکی دا هم وایي چې پولیسو درې تنه دغه وسله وال کسان ووژل.

بل پلو د پاکستان د استخباراتي اداری مامورین وایي چې په جنوبي وزیرستان کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په حمله کې پنځه تنه وژل شوي دي.

امریکایي چارواکي گمان کوي چی القاعدی او طالبانو په قبایلي سیمو کې اډې جوړې کړي دي او بیا راوړي او په افغانستان کی د ایتلاف او په افغان قواوو باندې حملې کوي، خو امریکایي چارواکي ددې حملو په اړه څه نه وایي.

XS
SM
MD
LG