د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یو پښتون ځوان د 'ملک سره د دښمنۍ' په تور نیولی


عمر داود د کرک دی او کابل کې یې کار کاوه
عمر داود د کرک دی او کابل کې یې کار کاوه

پاکستاني چارواکي وایي چې د ملک سره یې د دښمنۍ په تور د نیول شوي پښتون ځوان عمر داود خلاف قضیه ثبت کړې ده او د هغه نه یې تحقیقات پیل کړي دي.

په پاکستان کې چارواکو د خیبرپښتونخوا نه د عمر داود د نیولو رپورټونه تائید کړي دي او وایي، چې هغه یې له پاکستان سره د دښمنۍ او پروپاګند په تور د اگست په ٢٢ نیولی دی، خو تر اوسه پورې د هغه د نیول کیدو په اړه چارواکو څه نه و ویلي.

داسې ویل کیږي چې عمر داود د کرک سره تعلق لري او د تیرو څو کلونو نه یې په افغانستان کې ژوند کاوه.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې «ایف آی ای» مشر عمران شاهد امریکاغږ ته وویل چې عمر داود یې نیولی دی او د هغه نه تحقیقات روان دي. هغه وویل چې عمر داود یې هغه وخت ونیوه چې هغه د اگست په ٢٢ د افغانستان نه د تورخم په لارې پاکستان ته راتللو.

عمران شاهد زیاته کړه چې د عمر داود د ملک نه د باندې په سفر یې بندیز لگولی دی او له دې کبله هغه نیولی دی.

عمران شاهد په عمر داود دا تور لګوي چې د هغه سره د پاکستان او افغانستان پاسپورټونه دي او هغه د افغانستان نه هند ته پنځه ځله سفرونه کړي دي.

هغه دا تور هم ولګاوه چې داود په افغانستان کې دا کوښښ کاوه چې نور پښتانه د پاکستان ضد ولمسوي او ویې پاروي.

د عمر داود کشر ورور محمد اقرار امریکاغږ اردو څانګې ته ویلي دي چې ورور یې تعلیم پاکستان نه کړی دی او د کار لپاره یې په کابل کې ژوند کاوه.

XS
SM
MD
LG