د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې موسمي بارانونو لسګونه کسان مړه کړل


په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه کیږي چې ډېر تلفات اړوي.
په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه کیږي چې ډېر تلفات اړوي.

په پاکستان کې د وروستیو بارانونو له کبله یو شمېر کورونه نړیدلي او لسګونه کسان مړه شوي دي.

چاروکي وايي بارانونو د پاکستان په جنوب ختیځ او شمال لویدیځ ایالتونو کې ډېره خرابي کړې ده.

۱۷ تنه د بلوجستان، شپږ تنه د خیبر پښتونخوا په ایالتونو کې او پنځه نور بیا په قبایلي سیمو کې مړه شوي دي.

په مړو کې څلور ښځه او شپږ ماشومان هم شامل دي. ۵۰ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

د پنجاب په ایالت کې چارواکي وايي چې شاید تلفات او ورانۍ نور هم زیات شي.

د بلوچستان ایالت د بېړنیو چارو سره د مبارزې مشر ذاهد سلیم د فرانسې خبري اژانس ته وویل " لږ تر لږه ۱۷ تنه د کورونو د نړیدلو او برېښننا د پریوتلو په پېښو کې مړه شوي دي."

د خیبر پښتونخوا ایالت یو ویاند هم ویلي چې د کورونو د غورځېدو په پېښو کې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه او طوفانونه کیږي او لوی انساني او مالي زیانونه پېښوي.

تېرکال همدغو موسمي بارانونو په پاکستان کې لږ تر لږه ۸۱ تنه مړه کړل اودرې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) نور خلک یې زیانمن کړل.

XS
SM
MD
LG