د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ملګرو ملتونو هلیکوبتره په ناڅاپي ډول کښېنسته


د ملگرو ملتونو ېوه هلېکوپتره چې په پاکستان کې ېې دسېلاب ځپلو خلکو لپاره مرستې وړلې ددغه هېواد په ېوه جنوبي سېمه کې ېو ناڅاپه کښېناسته. پاکستاني مامورانو ووېل چې په دغه پېښه کې چې د سېند دصوبې د ډاډو په سېمه کې رامنځ ته شوه، څو کسان زخمېان شوي دي. پاکستاني مقاماتو ووېل چې تقرېبا دولس تنه پاکستانېان او خارجېان په نوموړي هلېکوپتره کې سپاره وو. زخمېان دېوې بل هلېکوپترې په وسیله ېوه روغتون ته ېوړل شول.

ملگري ملتونه واېې چې دپاکستان په جنوبي برخو کې په سلهاو زره خلک دسختو سېلابونو له امله بې کوره شوي دي او په ټول ملک کې د ۱۷۰۰ زېات خلک مړه دي.

ملگرو ملتونو دپاکستان لپاره ددوه ملېاردو ډالرو مرستې دراټولو غوښتنه کړې ده چې تراوسه پوري تر ټولو زېاتې پېسې گڼل کېږي. په سېلابونو کی پوره پوره کلي، رزاعتي ځمکې څاروي، سړکونه او پلونه له منځ تللي دي.

XS
SM
MD
LG