د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه


پاکستان د شنبې په ورځ سپتمبر اومه د افغانستان او چین سره د درې اړخیزې غونډې د دریم پړاو خبرو کوربه دی.​

د افغانستان حکومت وایي چې پدې غونډه کې به د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزې ټینگار وکړي او له پاکستان نه به وغواړي چې پدې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي وایي چې دا هیواد د پاکستان سره د د هغه هیواد د تروریستي ډلو پر ضد د عمل د ملي پروگرام په عملي کیدو کې مرسته کړې ده او تمه ده چې پاکستان هم په مقابل کې د افغانستان سره همکاري وکړي.

ښاغلي احمدي وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت د پاکستان سره د پاکستاني طالبانو د تحریک او جماعت الاحرار په له منځه وړلو کې هر اړخیزه مرسته کړې ده. دا ځل د پاکستان وار دی چې د ترهگرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ سپتمبر ٧ (وږي ١٦) وویل دغه درې اړخیزه غونډه پداسې حال کې کیږي چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د سولې لپاره کوششونه روان دي.

ښاغلي قریشي وویل چې په افغانستان کې د جگړو پای ته رسیدل د سیمې او د پاکستان د امنیت لپاره گټور دي.

د اسلام آباد په غونډې کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر گډون
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:45 0:00

ټاکل شوې چې پدې غونډه کې به په سوداگرۍ، ترهگرۍ ضد مبارزې او د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې د پای ته رسولو اړوند موضوعگانو خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به پر خپلمنځي همکاریو او اقتصادي پرمختاو خبرې وکړي.

ددغو دریو هیوادونو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو لړۍ دوه کاله مخکې پیل شوه او مخکنۍ غونډې یې په ٢٠١٧ او ٢٠١٨ کې په بیجینگ او کابل کې شوې وې.

XS
SM
MD
LG