د لاس رسي وړ اتصالات

په کشمیر کې د هند او پاکستان د موافقې پر ضد مظاهره


په کشمیر کې د هند او پاکستان د موافقې پر ضد مظاهره
په کشمیر کې د هند او پاکستان د موافقې پر ضد مظاهره

نن د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمېرکې په سلگونو اسلام پال مظاهره کوونکي د جمعې د لمانځه د ادا کولو نه وروسته د احتجاج په ډول سړکونو ته راووتل او دهند او پاکستان تر منځ ېې د ېوې نوې تجارتي موافقې پرخلاف شعارونه ورکړل.

هند او پاکستان چې دواړه ډېر زاړه رقېبان دي، تېره اونۍ ېې دتجارت د پراخوالو په اړه ېوه موافقه لاس لېک کړه. ددغې موافقې له مخې به دواړه هېوادونه ېو د بل په تجارتي مالونو باندې محصول کم کړي اوپه متقابلو امتېازاتو به ېو بل ته قاېل شي. خو د پاکستان د لشکر طېبې منع شوې اسلامي ډله او دپاکستان جماعت اسلامي ددغه کار سره کلک مخالفت لري او نننۍ مظاهرې همدغو دواړو گوندونو په ګډه جوړې کړې وي. مظاهره کوونکو د هند او پاکستان د مشرانو پر خلاف شعارونه ورکړل.

XS
SM
MD
LG