د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او هند د یو پاکستاني مشکوک ترهګر پرېښودل وغندل


د لکهوي په خوشې کولو هند او امریکا دواړو اندېښنه ښودلې ده
د لکهوي په خوشې کولو هند او امریکا دواړو اندېښنه ښودلې ده

په پاکستان کې د میشتې ډلې لشکرطیبه د ډلې جګپوړی قومندان ضیاالرحمن لکهوي د جمعې په ورځ په ضمانت له زندان څخه خوشې شو.

دی او شپږ کسه نور د هند په تجارتي ښار ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال له بریدونو سره د تړاو په تور چې ۶۰ ساعته یې دوام وموند د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې په زندان کې وو.

د لکهوي په خوشې کولو هند او امریکا دواړو اندېښنه ښودلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرستیال وویل امریکا د پاکستان له خوا د ممبۍ د بریدونو د مشکوک تنظیموونکي په خوشې کولو سره ډیره اندېښمنه ده.

"مونږ په ضمانت د ممبۍ د بریدونو د مشکوک طراح ضیاالرحمن لکهوي په خوشې کولو ډیر اندېښمن یو. مونږ خپله دغه اندېښنه له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د تیرو څو میاشتو په بهیر کې او آن پرون هم شریکه کړې. ترهګریز بریدونه د ټولو هېوادونو په خوندیتوب او امنیت باندې بریدونه گڼل کېږی. پاکستان عدالت ته د ممبۍ د ترهګریزو بریدونو د عاملینو، تمویلوونکیو او ملاتړېو د راوستو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې او مونږ له پاکستان څخه غواړو چې خپله ژمنه عملي کړي چې د ۱۶۶ بیګناه کسانو لپاره د شپږو امریکایانو په شمول چې په دغه پېښه کې ووژل شول، عدالت تامین شي. "

د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سنګ هم د جمعې په ورځ د ممبۍ د بریدونو د مشکوکطراح په خوشې کولو خپله نهیليڅرګنده کړه. هغه چې د لکهنو په ښار کې خبرې کولې وویل اسلام آباد ته نږدې له یوه زندان څخه د ضیاالرحمن لکهنوي خوشې کېدل ډیر مایوسوونکی اوخواشینوونکی کار دي.

ښاغلي سنګ وویل "غواړم ووایم هغه څه چې له مظنون لکهوي سره په پاکستان کې وشول مونږ یې مایوسکړي یو. هند غواړي له پاکستان سره ښې اړیکې ولري. زموږ ګاونډی هیواد دی. غواړو ورسره دوستانه اړیکې ولرو. خو هغه څه چې د لکهوي په موضوع کې پیېښ شول ناهیلې کوونکي او د تاسف وړ دي."

د لکهوي وکیل رضوان عباسي وویل موکل یې د محکمې په امر خوشې شوی. هغه زیاته کړه د هندي چارواکو له خوا د شواهدو نشتوالی د هغه د خوشې کېدو لامل شو.

محکمې د دې موضوع ټول اړخونه وڅېړل او د هندي چارواکو له خوا د شواهدو په وړاندې کولو کې ځنډ ا و تیروتنو ته کتوسره او دا چې د هندي چارواکو له خوا د شواهدو د وړاندې کولو نشتون او یوازې د دوسیو په رالیږلو سره، محکمې وپتیله چې لکهوي د په ضمانت ازاد کړي.

یوې پاکستانۍ محکمې د اول ځل لپاره د مارچ په دیارلسمه، وروسته له هغه چې د هغه استازو د قانوني مبارزیپه پېل کولو سره دعوه کوله چې دی په غیر قانوني ډول بندي شوی، د هغه د خوشې کولو امر صادر کړ.

خو په پاکستان د اسلام پالو جنګیالو د ځپلو لپاره د زیاتېدونکي فشار له وجې په زندانکې پاتې شو.

په هغه باندې اوس هم د ممبۍ د برید په تړاو د تروریزم تورونه پورې دي خو محاکمه یې لا شروع شوې نده.

XS
SM
MD
LG