د لاس رسي وړ اتصالات

هند ته د پاکستان د لوي درستیز ګواښ


د پاکستان د پوځ لوي درستیز وایې چې د نوي ډهلي هر یرغل به په مجازاتو ځواب کړي
د پاکستان د پوځ لوي درستیز وایې چې د نوي ډهلي هر یرغل به په مجازاتو ځواب کړي

د پاکستان تر ټولو لوي پوځي مقام هند ته ګواښ کړی چې هر ډول یرغل ته ېې مناسب ځواب ورکوي.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز، جنرال راحیل شریف چې ددغه هېواد د هوايي ځواکونو لخوا په جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې وویل چې د نوي ډهلي هر یرغل به په مجازاتو ځواب کړي.

شریف په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې د هند پر یوې پوځي اډې تر برید وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي ترپخوا زیاتې ترینګلي شوي دي.

راحیل شریف وویل: "مونږ به هر ډول تیرې ته هغه که د یو قصدي ارادې او یا د ناسمی ستراتیژیکې محاسبې په نتیجه کې منځته ته راغلی وي، مناسبه سزا او ځواب ورکړو."

د پاکستان د پوځ لوي درستیز د کشمیر کشالې ته په اشارې هند تورن کړ چې له حقایقو سترګې پټوي.

سرینګر کې څه روان دي؟

هاخوا د هند ترولکې لاندې کشمیر مرکز، سرینګر کې د بیلتون غوښتونکو د مظاهرو د رابللو په مقابل کې بازارونه تړل شوي دي او د خلکو کاروبار اغیزمن شوی دی.

کشمیر کې د جولائ میاشتې راپدې خوا د بیلتون غوښتونکو د یوه قوماندان، برهان واني تر وژل کیدو وروسته ناکرارایو زور اخیستی.

ښوونځي، مارکیټونه او ادارې تړل شوي او خلک له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي. د بلوا ضد پولیس د سرینګر په واټونو کې ځای پر ځاي شوي او په لارو کوڅو کې ګزمه کوي.

کشمیر کې د شاوخوا دري میاشتو مظاهرو په ترڅ کې تر اتیا تنه ډیر خلک وژل شوي او زرګونه نور تپیان شوي دي. په ښار کې محدودیتونه نافذ او د مشکوکو کسانو نیول روان دي.

له کله چې د هند خاصو ځواکونو د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وسله والو پر ضد برید کړی، د هند او پاکستان تر منځ لفظې شخړې زیاتې شوي دي.

پاکستان پر خپلې خاورې برید رد کړی او ویلي دي چې د هند د هر ډول یرغل ځواب به ورکړي.

XS
SM
MD
LG