د لاس رسي وړ اتصالات

د هند یو لوړ پوړی ډيپلومات وايي پاکستان کشمیر قبضه کړی


د هند یو مهم ډیپلوماټ وايي چې د پاکستان تر ولکي لاندې کشمیر د پاکستان د پوځ تر غیر قانوني قبضي لاندې دی، دغه سیمه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو یوه جرړه بلل کیږي.

پاکستان او هند تېره اوونۍ سلا شول، چې د سولې خبرې بېرته پیل کړي، د دغو خبرو مقصد د اړیکو عادي کول او د هغوو ستونزو حلول وو چې د ډيلي- اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو لامل ګرځېدلي.

د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د هند عالي کمېشنر رگوان دا وړاندوینه وکړه چې په دوه اړخیزه اړیکو کې د پام وړ پرمختگ به د نورو مهمو پرمختگونه سبب شي.

ښاغلي رګوان د لومړي ځل لپاره په ښکاره وویل چې هند له ډېر وخته د پاکستان څخه غواړي چې کشمیر دې پرېږدي، ځکه چې د هغه په خبره دا د پاکستان پوځ د غیر قانوني قبضې لاندې ده.

هفه وویل، د پاکستان اوهند ترمنځ د ښو اړیکو لپاره پکار ده چې د کشمیر په مسلې خبرې نه وای شوې.

هغه وايي "ترهغه چې نور باور نه وي او په اړیکو کې نوره ژورتیا نه وي، په اختلافي مسایلو به رښتنې خبرې ونشي، که هغه د کشمیر او یا بله کومه مسله وي."

هند د کشمیر په زیاتره برخه کنټرول لري او د پاتې برخې چارې بیا پاکستان پر مخ وړي.

دواړه هېوادونه د کشمیر په سیمې د ملکیت ادعا کوي چې د ډیلي- اسلام اباد ترمنځ يې ډېرې سیاسي او سرحدي ناندرۍ پارولي دي.

XS
SM
MD
LG