د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني څیړونکي پلار وايي غواړي پوه شي چې زوی یې څنګه وژل شوی


د پاکستان د لومړي وزیر خلاف د اداري فساد په باره کې د تحقیق کوونکي سړي پلارغواړي پوه شي چې زوي یې ځان پخپله وژلی او که وژل شویدی.

عبدالحمید د یکشنبی په ورځ وویل دده د زوي کامران فیصل په لاسونو ، د داغونو ښکاري چې لاسونه يي تړل شوي وو. د فیصل مړی د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه حکومتی لیلیه کې په یوه کوټه کې پیدا شو چې له چت نه ځوړند شوی و.

د محلي پولیسو قوماندان قیصر نیاز، د حمید ادعا ردکړه او وايي، د عدلي طیب د شپږو ډاکټرانو رپوټ وایي چې د هغه په وجود هیڅ داسي نخښی نه وې چه څوک شک وکړي چې هغه به وژل شوی وی.

پولیس تراوسه پوري ګمان کوي چې هغه ځان پخپله وژلی دی. د فیصل د مړینې له خبر نه مخکي سترې محکمې د صدراعظم راجا پرویز اشرف او پنځلسو نورو کسانو د بندي کیدو امر کړی و چې د اداري فساد د تورونو تحقیق وکړی. فیصل ددغو کسانو په باره کې تحقیقات کول .
XS
SM
MD
LG