د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلماني کمیټه: آي اس آی دې تفتیش شي


د پاکستان د پارلمان یوه کمیټه چې ملي لگښتونه څاري ددې هیواد د استخباراتي ادارې آی اس آی تفتیش غواړي.

د پاکستان د عامه حسابونو پارلماني کمیټه چې د ملي لگښتونو په اړه پلټنې کوي، د چارشنبې په ورځ یې د پاکستان د تفتیش د عالي ادارې د سر مفتیش نه وغوښتل چې خپل مسؤلیت ادا کاندي او د آی اس آی اداره تفتیش کړي.

د پاکستان د عامه حسابونو ادارې په دغه اقدام د هغه هیواد د سترې محکمې د ٢٠١٣ کال د تصمیم له مخې، لاس پورې کړی دی چې د آی اس آی د تفتیش غوښتنه یې کړې وه.

د پاکستان سر مفتیش ویلي دي چې دوی د ټولو فدرالي او ایالتي حکومتي ادارو تفتیش ته پابند دي. هغه پارلماني کمیټې ته وویل چې د ٢٠١۴ کال د مالياتو د څیړنې په ترڅ کې دوی د استخباراتي ادارې د خفیه پیسو له تفتیش کولو نه منع شوي دي.

د دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري او د پاکستان یو پخواني جنرال سید نظیر د امریکا غږ ډیوې رادیو ته ویلي دي چې "دا کومه نوې خبره نه ده چې د پاکستان د استخباراتو دغه ځواکمنه اداره د خپلو لگښتونو په هکله له تفتیش څخه سرغړونه کوي". د دوی پر وینا "باید ددغه ادارې شفافیت وڅیړل شي".

ښاغلي عسکري ویلي دي چې ددې قضیې حل دادی چې د هیواد صدراعظم د یو اجرایي فرمان په صادرولو دې کار ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی سید نظیر بیا وایي چې " د محرم ماهیت په وجه دا اداره خپلې مالي چارې پټې ساتي او کیدای شي چې دا وظیفه به همداسې ایجاب کوي".

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د پوځ او استخباراتي ادارو سربیره د پاکستان ستره محکمه هم د خپلو دولتي پیسو د تفتیش نه ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG