د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د پاکستان په مهمو تاسیساتو د برید تابیا نیسي


د پاکستان د ( ډان) په نامه یوې مهمي ورځپاڼي لیکلي دي چې د اسلامي دولت ډله په پاکستان کې خپل موجودیت پراخوي او د هغې ځایي غړي په مهمو تاسیساتو باندي د حملو پلانونه جوړوي.

ډان ورځپاڼيد شنبې په ورځ د نومبر اتمه په خپاره شوي رپوټ کې ویلي دي چې د پاکستان د بلوچستان د ولایت چارواکو دا موضوع په یوه پټ راپور کې چې پاکستاني مقاماتو ته یې استولی دی، څرگنده کړې ده.

دغي ورځپاڼي د همدې راپور له قوله لیکلي دي چې د اسلامي دولت ډله د

( لشکر جنگوي او د اهل سنه والجماعه) د ډلو غړي چې دوه تندلاري سني ډلي دي ،هڅوي چې د دوی سره ملگري شي او حملو ته ځانونه چمتوکړي.

په دغه پټ او سري راپور کې ویل شوي دي چې د اسلامي دولت ډله په پاکستاني عسکرو باندي چې د افغانستان سره سرحد ته نژدې عملیات کوي، او په حکومتي تاسیساتواو شیعه گانو باندي د حملو پلانونه سنجوي.

راپور وایي چې د بلوچستان حکومت د زیاتو امنیتي اقداماتو غوښتنه کړې ده، په خاصه د خیبر پښتونخواه په ایالت کې، پاکستاني مقاماتو د دې راپور په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

له بلي خوا پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د شمال لویدیځ په سرحدي سیمه کې د اردو د تلاشۍ په یوې پوستې باندې د یاغیانو په ناکامه حمله کې ١٧ تنه یاغیان وژل شوي دي.

د اردو چارواکو وویل چې د جمعې په ورځ ناوخته تقریبا ٦٠تنو یاغیانو د خیبر د ( سپین قمر) په سیمه کې په یوې امنیتی پوستې باندي یرغل وکړ.

جگړې څو ساعته دوام وکړ او دوی د شنبې په ورځ ١٧ مړي پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG