په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو اتحادیې (PFUJ) په یوې اعلامیې کې د پاکستان د پوځ د ویاند هغه تورونه رد کړیدي چې وایي په ټولنیزو رسنیو ځینې خبریالان د وطن سره دښمني کوي.
دغه اتحادیې د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال اصف غفور د وینا په اړه ویلي چې مخکې چا په خبریالانو دا ډول تورونه نه دې لگولې.
د خبریالانو د حقونو د اتحادیې مشر افضل بټ او مرستیال ایوب جان د پوځ د ویاند دغه تورونه بې اساسه بللې دي او وی ویل چې د پاکستان اساسي قانون د پاکستان اتباعو ته د خپل فکر د څرگندولو حق ورکوي.
دغه اتحادیه وایي چې د پاکستان د پوځ ویاند دې خپلې خبرې بیرته واخلې ځکه د هغه وینا د خبریالانو ژوند د خطر سره مخ کړیدی.
ښاغلي ایوب جان امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې په پاکستان کې پخوا هم په خبریالانو د فشار راوستلو کوششونه کیده خو په وروستیو کې دا هڅې بیخې زیاتې شویدي.
په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال یاسر پیرزاده امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان د پوځ دغه خبرې نامناسبه دي ځکه د پاکستان وگړې په ټولنیزو رسنیو د خپل فکر اظهار د وطن په مینه کې کوي. هغه وویل " په نړۍ کې اوس داسې ملکونه نشته دی چې هغه د خپل ولس په فکر او څرگندولو یې بندیز ولگوي. نن سبا د دې ډول اقداماتو څه گټه نه وي ځکه چې خلک په ټولنیزو رسنیو د هر ډول خبرو نه خبریږي."
په پاکستان کې په وروستیو کې د پوځ لخوا په مطبوعاتو او خبریالانو د فشار د زیاتیدو رپورټونه خپاره شویدي او خبریالانو په دی اړه اندیښنې هم څرگندې کړیدي.
ځینو خبریالانو او لیکوالانو دا هم تور لگولی دی چې د هغوې مقالې د پوځ د فشار له وجې ندې خپرې شوي.