د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني خبریالانو د "سانسور" پر ضد مظاهره کړې


په پاکستان کې د خبریالانو اعتراض - عکس ارشیف
په پاکستان کې د خبریالانو اعتراض - عکس ارشیف

پاکستاني خبریالانو د "امنیتي ادارو له خوا د پراخ سانسور" په اعتراض کې د سه شنبې په ورځ جولای ١٦ (چنگاښ ٢٥) په ټول هیواد کې لاریونونه وکړل.

هغوی د "د بودیجې د پراخ کموالي او په میاشتو میاشتو د معاشونو د ځنډیدو" څخه شکایت لري.

د پاکستان د خبریالانو فدرالي اتحادیې چې ددغو اعتراضونو مشري کوي ویلي دي چې پاکستاني ژورنالیستان د هیواد د رسنیو په تاریخ کې تر ټولو سخت پړاو سره مخامخ دي.

د اتحادیې مشر افضل بهټ ویلي دي چې خبریالان هوډمن دي د "بیساري سانسور په وړاندې مبارزه" وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې اوسني لاریونونه "د یو اعتراضي غورځنگ پیل" دی.

د رسنیو د ازادۍ فعالان وایي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو پر رسنیو باندې فشار راوړی چې د حکومت په وړاندې د انتقادي رپوټونو او خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

د څو کلونو راهیسې د رسنیو د ازادۍ له پلوه د پاکستان مقام نزول کړی دی او د بیان د ازادۍ د دفاع بنسټ د رپوټ له مخې پاکستان د رسنیو د کاروبار لپاره یو د خطرناکو هیوادونو څخه دی.

د بې پولې خبریالانو د سازمان د ٢٠١٩ کال د رپوټ په بنسټ د پاکستان پوځ "د رسنیو په پراخ سانسور" لاس پورې کړې دی. دغه رپوټ د ٢٠١٨ کال د ټاکنو په درشل کې په موقتي توگه د جیو تلویزیون د خپرونو ځنډولو او د حکومت پر منتقدو رسنیو باندې فشار راوړلو ته په اشارې د پاکستان پوځ او استخبارات پر رسنیو باندې په فشار اچولو تورنوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستان د رسنیو د تنظیم ادارې رامنځ ته کول چې د دغه هیواد د حکومت له خوا رهبري کیږي، په پاکستان کې د رسنیو د د "سانسور" څرگنده نښه بللې ده.

XS
SM
MD
LG