د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د وژل شوي خبریال کورنۍ په ایالتي وزیر د قتل دعوه کړې


وسله والو کسانو خبریال انور جان د پنجشنبې په ورځ وواژه.

د خبریال انور جان د کورنۍ غړي د بلوچستان د خوراک په ایالتي وزیر، رحمان ختران تور لګوي چې د دې خبریال د وژلو لپاره یې اجرتي قاتلانو ته پیسې ورکړي خو وزیر دا تورونه رد کړي.

پولیس وایي تحقیقات یې پيل کړي چې معلومه کړي آیا دغه ایالتي وزیر د خبریال انور جان په قتل کې لاس درلود که نه. دغه خبریال د پنجشنبې په ورځ، جولای ۲۴ (زمري ۲) د بلوچستان ایالت د برکهان په ښارګوټي کې کور ته روان و چې وسله والو پرې ډزې وکړې او ویې واژه،.

د انور جان کورنۍ ادعا لري چې هغه څه موده وړاندې د بلوچستان د خوراک وزیر، عبدالرحمان ختران د ادارې فساد قضیه افشا کړې وه او وزیر د همدې قضیې په بدل کې اجرتي قاتلانو ته پیسې ورکړې وې چې دغه خبریال ووژني.

پولیس وایي د خبریال انور جان د قتل په قضیه کې د وزیر د احتمالي لاس لرلو په اړه یې تحقیقات پیل کړي.

پاکستان د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی او وخت ناوخته په خبریالانو بریدونه کیږي. د انور جان د قتل نه څو ورځې وړاندې یو بل مشهور خبریال مطیع الله جان په رڼا ورځ په پایتخت اسلام آباد کې وسله والو کسانو وتښتاوه.

تښتونکو هغه دولس ساعته وروسته خوشې کړ خو حکومت تر اوسه ندي ویلي چې هغه چا او ولې تښتولی و.

XS
SM
MD
LG