د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې تیرو پنځو کلونو کې لسگونه خبریالان وژل شوي


په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو او د وینا د ازادۍ لپاره یوه ټولنه چې 'د ازادۍ شبکه' نومیږي، په خپل تازه رپورټ کې وایي چې د تیرو پنځو کلونو په مودې کې په پاکستان کې ٢٦ خبریالان وژل شويدي.

دغه ټولنه وایي چې د دغو وژل شوو خبریالانو د قاتلانو د جملې نه یواځې یو کس محاکمه شویدی چې دغه د خبریالانو لپاره سخته د اندیښنې خبره ده.

دغه رپورټ چې د ٢٠١٣ کال نه واخله د ٢٠١٨ کال پورې پیښې یې پلټلي دي، وایي چې د پنجاب په صوبې کې د ټولو نه زیات یعني اته تنه خبریالان وژل شویدي او په دوهم لمبر د پښتونخوا صوبه ده چې پکې اوه تنه خبریالان وژل شویدي.

د خبریالانو د ټولنې مشر اقبال خټک د ډیوه راډیو سره په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې خبریالان په دوامداره توگه د هدفي وژنو سره مخ دي او حکومت خبریالانو ته په خوندیتوب او عدالت ورکولو کې ناکامه شویدی.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې اکثر خبریالان د تیرو څو کلونو راهیسې اندیښنه څرگندوي چې دا وخت پاکستان د یو بیساري سنسور سره مخ دی.

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې حکومت ته د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځینې وړاندیزونه هم کړیدي.

XS
SM
MD
LG