د لاس رسي وړ اتصالات

پېښور ته څیرمه چاودنه کې ۸ کسه وژل شوي


د پاکستان پولیس وایي د پاکستان په شمال لویدیځ ښار کې د سپرلیوو یو موټر ته د بم چاودنه شویده، لږ ترلږه اته کسه په کې وژل شویدي.

امتیاز خان وایي دا چاودنه د چارشنبې په ماپښین پیښور ښار ته څیرمه وشوه او ٢۴ کسه په کې زخمي شول.

خان وایی داسي ښکاري چې د بم ددې ْحملې هدف یو موټر و چې د هوایي قوې مامورین په کې وو اوپه سیمه کی تیریده.

پولیسو ونه ویل چې په تلف شوو کسانو کې کوم یو مامور شامل وکه نه. سمدستي دا نه ده معلومه چې ایا دا ځان مرگی برید و او که بم په سیمه کې ایښودل شوی و.

پیښور د قبایلي سیمو دروازه گڼل کیږي. سره ددې چې په دې اخرو کالونو کې تشدد کم شوې دی خو جگړه ماران چې د پاکستان د حکومت سره جنگیږي اکثره ددې ښار په شاوخوا کې په پولیسو حملې کوي
XS
SM
MD
LG