د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یو مشهور خبریال ممنوع الخروج اعلان کړی


لومړي وزیر نواز شریف دغه مقاله ساختګي بللې، لیکوال یې نامسول کس یادی کړی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده
لومړي وزیر نواز شریف دغه مقاله ساختګي بللې، لیکوال یې نامسول کس یادی کړی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده

پاکستاني چارواکي وايي له هغه خبریال څخه باید پوښتنې او پلټنې چټکې شي چې د چارواکو په خبره د پاکستان د ملي امنیت په اړه یې پر یوې غونډې "خیالي" مقاله لیکلې ده.

چارواکو له هغه وروسته پاکستاني خبریال المیدا سیریل ممنوع الخروج اعلان کړ، چې د اکتوبر په شپږمه یې په مشهورې ورځپاڼې "ډان" کې یي مقاله خپره شوه.

په مقاله کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په مشرۍ د ملکي او نظامي مشرانو د یوې پټې امنیتي غونډې او په غونډې د لفظي شخړې په اړه معلومات خپاره شوي دي.

ویل کیږي چې په دغې غونډې کې چارواکو په پاکستان کې د ننه د اورپکو ډلو پر ضد د مبارزې پر څرنګوالي اختلافي بحثونه کړي دي.

یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل "ښاغلی سیریل په دې خاطر ممنوع الخروج اعلان شوی، چې د خپلې خیالي او بې لارې کوونکې مقالې په اړه ورسره خبرې وشي."

دغه چارواکي وویل په پاکستان کې د ننه د ښاغلي سیریل پر سفر او تګ راتګ بندیز نه دی لګول شوی، خو هغه په خپله په خپل ټویټر کې اندېښنه ښودلې چې پاکستاني چارواکي به د هغه پرضد جدي اقدامات وکړي.

د المیدا مقاله د نامعلومه سرچینو په اساس لیکل شوې او په کې ویل شوي چې امنیتي چارواکو ویلي که د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې دننه د هند او افغانستان ضد ترهګر ونه ځپي، په نړۍ کې به ګوښه او منزوي شي.

لومړي وزیر نواز شریف دغه مقاله ساختګي بللې، لیکوال یې نامسول کس یادی کړی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د رسنیو د ملاتړ کورنیو او بهرنیو سازمانونو د سیریل د ممنوع الخروج کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. په همدې حال کې د ډان ورځپاڼې ویلي چې مقاله سمه ده او مسولیت یې هم اخیستی دی او د خپلې چهارشنبې د ورځې په سر مقاله کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند جان کربي هم ویلي چې واشنګټن پر خبریال سیریل له لګول شوي بندیز نه خبر دی. هغه هر هغه اقدام په اړه چې پر خبریالانو محدودیت بلل کیږي، اندېښنه ښودلې ده.

په نیویارک کې د خبریالانو د ملاتړ کمېټې هم پر دغه خبریال د بندیز د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG