د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د پاکستان پر پخواني سفیر باندي د سفر بندیز لیري شو


په امریکا کې د پاکستان پر پخواني سفیر باندي د سفر بندیز لیري شو
په امریکا کې د پاکستان پر پخواني سفیر باندي د سفر بندیز لیري شو

پاکستان په امریکا کې خپل پر پخواني سفیر حسین حقاني باندي د سفر بنديز لیري کړی دی. د هغه څخه هغه مهال څیړنې پیل شوې کله چې د یوه جنجالي لیک مسله په مطبوعاتو کې راپورته شوه چې په کښي په پاکستان کې د یوې احتمالي نظامي کودتاه په مخنیوي کې د امریکا څخه مرسته غوښتل شوې وه.

حسین حقاني چې د لیک په تړاو یې د خپل ډيپلوماتیکي مقام څخه استعفا وکړه د دوشنبې په ورځ یې وویل چې هغه په پام کې لري چې امریکا ته راشي چې د خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

حقاني د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان سترې محکمې ته وویل چې هغه د یادشوي جنجالي لیک په لیکلو یا د امریکا پخواني لوی درستیز ته په رسولو کې هیڅ رول نه درلودی.

په اکټوبر کې پاکستاني الاصله امریکايي تجار منصور عجار د امریکا د فایننشل ټایمز په ورځپاڼه کې پر ښاغلي حقاني باندي تور ولګوی چې د هغه نه یې مرسته غوښتې وه چې د یوې احمتالي کودتاه په مخنیوي کې دامریکا لوي درستیز جنرال مایک مولن ته لیک واستوي او په کښي دي د امریکا مرسته وغواړي.

نوموړي تاجر منصور عجاز پاکستان ته د شاهدي ورکولو دپاره د تګ نه ډډه وکړه ځکه هغه وايي که چیري پاکستان ته ولاړ شی نو سمدستي به ونیول شي. د عجار وکیل وايي چې هغه دې ته اماده دی چې خپله شاهدي بل ځای ثبت کړي او هغه کمیسون ته یې ولېږي چې دغه موضوع څیړي.

د دوشنبې په ورځ باندي د پاکستان سترې محکمې د جنجالي لیک د څیړنې کمیسون د دوو نورو میاشتو دپاره تمدید کړ. په عین حال کې د محکمې د حکم پر اساس د حقاني څخه غوښتل شوي دي چې د ۴ ورځو په ترڅ کې دي که چیري د کمیسون دخوا وغوښتل شي بیرته ځان پاکستان ته راورسوي.

XS
SM
MD
LG