د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ۹ جګړه مارانو مړي پیدا شوي دي


آرشیف
آرشیف
د پاکستان داستخباراتي چارو ماموران وايي، دوي د نهو افراطیانو مړي پیدا کړي دي چې د شمالي وزیرستان په قبایلی سیمه کې اچول شوی وو.

د استخباراتي چارو درې مامورانو وویل، نهه کسان څو ځای په سر او سینه باندی ویشتل شوي وو. د دوي مړی نن د دوشنبې په ورځ د پیر کلی د سړک د غاړې سره پیدا شوي دي. دوي وویل چې دغه کسانو د پاکستاني طالبانو سره اړیکې درلودې.

دغو مامورانو نه غوښتل چې نومونه يي یادشي ځکه چې دوي ته اجازه نشته چې د مطبوعاتو سره خبرې وکړي.

ددغو افراطیانو مړي یوه ورځ وروسته له هغو ٢١ پولیسانو نه پیدا شوي دي چې په بله قبایلي سیمه کې تښتول شوی وو او وروسته يي بیا مړي پیدا شول.

له دغو پیښو نه داسې څرگندیږي چې د افراطیانو او جنگي ډلو ترمنځ جنجال پاکستان په سر راخیستی دی.
XS
SM
MD
LG