د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې د ٢٠ وسله والو د وژلو ادعا شوي


د پاکستان اردو ویلي دي چې د افغانستان سره سرحد ته نژدې په شمال لویدیځه نا آرامه سیمه کې په هوایي حملو کې ٢٠ تنه مشکوک یاغیان وژل شوي دي.

د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې دا حملې د شمالي وزیرستان د ( دته خېلو) په سیمه کې شوي دي.

دا اطلاعات په مستقله توگه نه شي تاییدیدلای ځکه چې دې سیمي ته ژورنالیستان په آزادۍ سره نه شي تللای.

د پاکستان پوځ یو کال مخکې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو په مقابل کې لویه مبارزه پیل کړې ده.

د پاکستان اردو دا هم ویلي دي چې په دهغو تعرضي عملیاتو کې یې ٢٨٠٠ تنه یاغیان وژلي دي او د اردو ٣٥٠ تنه سرتیری هم وژل شوي دي.

د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم بجوا وویل، چې عسکرو په قبایلي سیمو کې په خاص ډول په شمالي وزیرستان او خیبرکې د یاغیانو مورچلونه، مخابراتي زیربناگاني اود پټیدو ځایونه له منځه وړي دي. هغه ویلي دي چې د اردو تعرضي عملیات اوس د افغانستان سره سرحد ته نژدې یوازي څو کوچینیو سیمو ته متوجه دي او دا چې یاغیان نور نه شي کولای په دې سیمو کې ځانته مورچلونه اودپټېددو ځایونه جوړ کړي.

ویاند دا هم وویل چې د استخباراتو د اطلاعاتو نه په استفادې سره یې د پاکستان په بېلو بېلو سیمو کې په زرگونو مشکوک تروریستان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG