د لاس رسي وړ اتصالات

د لاهورپه جوماتونو کې ۷۰ تنه وژل شوي


د لاهورپه جوماتونو کې ۷۰ تنه وژل شوي
د لاهورپه جوماتونو کې ۷۰ تنه وژل شوي

د پاکستان پولیس وایي چی وسله والو کسانو چې د ځان مرګو واسکټونه یې اغوستي وو د لاهور د ښار د ګرشاهو او ماډل ټاون په سیمو کی په دوو مسجدونو باندي چی په یوې اقلیتي مذهبي ډلي پوري اړه لري، حملې کړي دي، لږ تر لږه ۷۰ تنه یې وژلي او څو تنه یې یرغمل نیولي دي.

پولیسو وویل چی وسله والو کسانو چی ټوپک او لاسي بمونه ورسره وو، نن د جمعې د لمانځه نه لږ وروسته په دغو مسجدونو باندي حملې وکړې. عیني شاهدان وايي چې د پولیسو او حمله کونکو ترمنځ لا ډزې روانې دي او وسله وال کسان په مسجدونو کې پټ دي.

پولیس وايي چې په حمله کونکو کې یو تن وژل شوی دی.

دغه دواړه مسجدونه په ( احمدي ) مذهبي فرقې پوري چي مخکي هم حملې پر سوي دي، اړه لري. پاکستان ددغې فرقې غړي مسلمانان نه بولي.

له بلي خوا پولیسو ویلي دي چی توپک والاو د پاکستان په جنوب لودیځ کی د کوټي په ښار کی نن د جمعې په ورځ څلور پولیسان ووژل او د صحنې نه په خپلو موټرسایکلانو باندی وتښتیدل.

XS
SM
MD
LG