د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ملابرادر د بنده آزاد کړی دی


Pakistan
Pakistan
پاکستان وايي د طالبانو یومهم بندي مشر یې د شنبې په ورځ په دې نیت خوشي کړیدی چې په افغانستان کې د سولې په ټپه ولاړ بهیر کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دجمعی په ورځ په اعلامیه کې وویل چې د طالبانو پخوانی مرستیال عبدالغنی برادر د شنبې په ورځ له زندان نه خلاص شویدی. په دې برخه کې نور تفصیلات ندي ورکړل شوي.

برادر په دوه زره لسم کال کې په پاکستان کي نیول شوی و. هغه وخت ملابرادر د طالبانو د دویمه درجه مهم مشر په توګه ګڼل کېدی او داهم ویل کېدل چې هغه په مستقله توګه کوښښ کاوه چې دافغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پرمخ یوسي.

افغانستان اوامریکا له پاکستان نه له هماغه وخت راهیسې غوښتل چې ملا برادر او یوشمیر نور طالبان بندیان په دې هیله خوشي کړي چې طالبان دېته وهڅوي چې خپلې وسلې کښېږدي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته په خپل تازه سفرکې له پاکستان نه غوښتي وچې د دې لپاره چې د ده د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې اسانتیاوي راشي نو بندي طالب مشران دي له بنده خوشي کړی شي.

پاکستان د تیر کال نه راپدې خوا (٣٣ )طالبان خوشي کړیدي. د پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ خړپړتیا د څو کلونو راهیسې موجوده ده او زیاته شویده.دافغانستان حکومت پرپاکستان تور لګوي چې دافغانستان د طالبانو له قوماندانانو سره مرسته کوي چې پرافغان اوامریکايي قواو بریدونه وکړي. خو پاکستان په مداومه توګه دغه تورونه ردوي. طالبان په افغانستان کې دامریکا تر برید پوري چې په 2001 م کال کې یې وکړ واکداران ول.




XS
SM
MD
LG