د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف ته د انتخاباتو کمیسون د یوې سیمې نه د کاندیدو اجازه ورکړې


د پاکستان پخواني نظامي واکدار جنرال پرویزمشرف ته د یکشنبې په ورځ اجازه ورکړل شوه چې د پارلمان لپاره له یوې لیري ولسوالۍ نه ځان کاندید کړي. تردې مخکي د پاکستان په دوه نوروځایونو کې د هغه درخواست رد شوی و.

راشید قریشي وویل د انتخاباتو چارواکو په چترال کې په یوه ولسوالۍ کې چې د افغانستان سرحد ته نېژدې ده د جنرال مشرف دکاندید کیدلو درخواست منلی دی.

داسوشیټید پریس خبري اژانس ليکی چې جنرال مشرف په پاکستان کې دنظامی کودتا له لارې په 1999 م کال کې قدرت ونیوی خو له تقریبا ېوې لسېزې نه وروسته دېته مجبور کړل شو چې له قدرت نه لاس واخلي. هغه تېره میاشت بیرته پاکستان ته له جلاوطنۍ نه ورستون شو چې دملي شورا لپاره ځان کاندید کړي.

د روان کال د مې په 11 – مه نیټه په پاکستان کې د ملي انتخاباتو ورځ ده. دا به لومړی ځل وي چې په پاکستان کې یومنتخب حکومت خپله دوره پوره کوي او بل منتخب حکومت ته به یې حواله کوي.

دپاکستان د تاسیس راهیسي چې 65 کاله کېږي، د لومړي ځل لپاره به د دوو دیموکراتیکو حکومتونو ترمنځ واک تبادله شي. تردې مخکي په پاکستان کې اکثرا قدرت د نظامي کودتاه له لارې انتقالیدی.

د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس لیکي چې د جنرال مشرف دوه نور درخواستونه دکاندید کیدلو لپاره د پاکستان په جنوب اومرکزي سیمو کې ردشوي وو. دهغه دریم درخواست چې په اسلام اباد کې یې ورکړی دی لاتراوسه پوري منظور شوی نه دی.

د جنرال مشرف مخالفینو پرهغه باندې د هغه ده غو اقداماتو پربنسټ تورونه لګولي دی چې هغه د خپل حکومت په وخت کې کړي وو. دهغه مخالفین وايي چې کله هغه په 1999 م کال کې کودتا وکړله، هغه د پاکستان له اساسي قانون نه سرغړونه وکړله ځکه چې یو منتخب حکومت یې له قدرت نه وغورزاوه. پردې سر بیره پر هغه باندي تور دی چې دیوه ملي مشر په وژلو کې هم لتاړ دی. هغه د سترې محکمې قاضیان له خپلو وظایفو نه لیري کړل او په اسلام اباد کې یې پرلال جومات باندې د برید حکم ورکړ. په دغه جومات کی هغه وخت افراطیانو پناه اخیستې وه.


د اسوشیټید پریس خبري اژانس لیکي چې د پاکستان د انتخاباتو دکومیسیون له چارواکوسره په خبرو کې بریالی نه شول چې ترې وپوښتي چې ښاغلي مشرف ته ولي د یوې سیمې نه انتخاباتو ته د دریدو اجازه ورکول کېږي په داسي حال کې چې په دوو نورو سیمو کې یې درخواستونه رد کېږي.


قاضي سید اکرام الله د جنرال مشرف دکاندید کیدلو درخواست د کراچي په بندری ښار کې رد کړی و، ځکه چې مشرف محکمې ته حآضرنسو چې دخپلو مخالفینو پوښتنو ته ځواب ووايي خو دهغه وکیل شفېق احمد محکمې ته حاضر شو او ورته وی ویل چې ښاغلی مشرف به د خپل درخواست د ردکېدلو وروسته دمرافعې محکمې ته عارض شي.

جنرال مشرف دمارچ په 24 مه کراچی ته ورسیدی. نوموړی د زرداری دحکومت له خوانه د 2008 م کال په اگست کې استعفې کولو ته ا ړشوی و.

مشرف له یوې خوانه له قانوني تحقېقاتو سره مخ دی، چې په 2007 م کال کې د پخوانۍ صدراعظمی بینظېر بهټو له وژل کېدلو سره تړاولري له بلي خوا نه د پاکستان طالبانو هم هغه ته دمرگ گواښ کړیدی. پرویز مشرف ته د ډیرو سخت درېځو ډلو له خوانه د دښمن په سترګه کتل کېږي ځکه چې هغه د 2001 م کال د سپتمبر د 11- مې نېټې په بریدونو کې د امریکا پلوي کړې وه.
XS
SM
MD
LG