د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف وایي هند په افغانستان کې د پاکستان پر ضد دسیسې جوړوي


پرویز مشرف د امریکا غږ په ستډیو کې، واشنګټن ډي سي
پرویز مشرف د امریکا غږ په ستډیو کې، واشنګټن ډي سي

د پاکستان پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف هغه تورونه بې ارزښته ګڼلي دي چې وایي د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) د طالبانو سره همکاري کوي. مشرف وایي چې آی اس آی د هغو دسیسو مخه نیسي چې په افغانستان کې د هند لخوا د پاکستان پر ضد جوړیږي.

د پاکستان پخواني جمهور رئيس پرویز مشرف دلته په واشنګټن کې د امریکا غږ سره په خبرو کې هغه تورونه بې ځایه ګنلي دي چې وایي آی اس آی د طالبانو سره همکاري کوي.

" طالبانو څو ځله پخپله په آی اس آی باندې بریدونه کړیدي. د دغې ادارې په قواوو او دفترونو باندې بریدونه شویدي، ځانمرګي بریدونه او نورې چاودنې پرې شویدي او تر اوسه یې شاوخوا 3 سوه کارکوونکي وژل شویدي. له یوې خوا طالبان په آی اس آی باندې بریدونه کوي او دوي وژني او له بلې خوا بیا ویل کیږي چې آی اس آی د طالبانو سره همکاري کوي. زما په فکر دا ناسمه پرتله ده او پکار ده چې مونږ پدې اړه څیړنې وکړو. "

د پاکستان پخواني جمهور رئیس او پوځي مشر پرویز مشرف همدرانګه په هندوستان باندې تور ولګاوه چې په کابل کې د هند د سفارت نه بهر او په کندهار او جلال آباد کې د دغه ملک په قونسلګیریو کې د پاکستان پر ضد تروریستي اعمالو ته لمن وهي.

" د آی اس آی نه دا تمه کیږي چې د پاکستان ګټې خوندي کړي خو دا پدې مانی نده چې ګوندې آی اس آی دا کار د طالبانو په مټ کوي. زه پدې هم نه پوهیږي چې هغوي پاکستان ته د متوجه خطرونو سره څنګه مبارزه کوي. خو امریکا او په افغانستان کې زمونږ نور انډیوالان باید چې د پاکستان د حساسیتونو نه ځان خبر کړي او پکار ده چې دغه هیوادنه د پاکستان سره مرسته وکړي چې د هغو ګواښونو مخه ونیسي چې هند یې د پاکستان په خلاف کوي. ځکه چې هند پاکستان د شا د خوا نه په چاقو وهي. "

کله چې پرویز مشرف په پاکستان کې واکمن ؤ په هغه باندې د امریکا او نورو هیوادنو لخوا سخت انتقادونه کیدل ځکه چې څو ځله یې د طالبانو د مشرانو سره د روغې جوړې د تړونونو هڅې کړې وې. خو مشرف اوس هم د خپلو تګلارو دفاع کوي او وایي چې پدې سره د دا شان تړونونو له مخې پښتانه د طالبانو نه بیلیږي. مشرف وایي چې امریکا اوس عین کار کوي چې هغه پخوا کاوه.

" آیا تاسو اوس د میانه روو طالبانو او یا پخپله د طالبانو سره د معاملې خبره نکوﺉ؟ کله چې ما په کال 2002 او 2003 کې دا کار کاوه، ما هڅه کوله چې پښتانه د طالبانو نه بیل کړم او ټولو دا فکر کاوه چې زه دوه مخې لوبه کوم. آیا اوس چې تاسو وایاست چې د طالبانو سره دې معامله وشي نو دا دوه مخي نده."

د ښاغلي مشرف نه وپوښتل شول چې آیا د پاکستان د همکارۍ نه پرته به په افغانستان کې د خبرو اترو له وجي سیاسي روغه جوړه وشي او که نه نو مشرف په ځواب کې وویل چې دا به ګرانه وي او بله دا چې آی اس ای کولی شي پدې برخې کې مهم نقش ولري.

" آی اس آی ته د بل هر چا نه چاپیریال ښه مالوم دی، هغوي هلته خلک پیژني نو په همدې خاطر آی اس کولی شي چې په هر ډول هڅو کې مرسته وکړي. "

مشرف په امریکا باندې هم تور ولګاوه چې د امریکا په پوځ او د دغه هیواد په استخباراتي ادارې ISI باندې اعتبار نکوي.

XS
SM
MD
LG