د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یوې محکمې د پرویز مشرف د نیولو امر صادر کړی


د پاکستان یوې محکمې د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د ضمانت غوښتنه رد کړې ده او امر یې صادر کړی دی چې نوموړی دي د ۲۰۰۷ کال د محکمې د قاضیانو د بر طرفه کولو د پېښې په تور ونیول سي.

پولیسو د پنجشبنې په ورځ کله چې ښاغلی مشرف د محکمې نه د وتلو په حال کې وو، د هغه د بندي کولو په برخه کې په کوم اقدام باندي لاس پوري نه کړ.

پر هغه باندي د محکمې نه د وتلو په وخت کې د هغه ساتونکي راټول شوي وو. د ښاغلي مشرف د مسلم لیګ ګوند عمومي منشي محمد امجد وویل چې د پخواني ولمسشر مشرف وکیلان به په سترې محکمې کې د هغه د بندي کیدو د هڅو په خلاف د استیناف غوښتونکي شي.

چارواکي وايي چې ښاغلی مشرف د سترې محکمې نه و خپل کور ته چې د اسلام آباد په اطرافو کې دی، یوړل شو.

تر اوسه پوري لا دا په ډاګه نه ده چې څه وخت به هغه د پولیسو له خوا ونیول شي نه دا معلومه ده چې آیا هغه به ونیول شي او که نه؟

ښاغلي مشرف په کال ۱۹۹۹ کې د یوې نظامي کودتاه په لړ کې واک ونیوی او په ۲۰۰۸ کال کې مجبور کړل شو چې واک پرېږي ځکه هغه ته د استحضاح ګواښ شوی وو.

د ۲۰۰۸ کال راهیسي، هغه د پاکستان د باندي د څلور کلونو دپاره ژوند وکړ او تیره میاشت ددغه هیواد په پارلماني انتخاباتو کې د دریدو لپاره بیرته پاکستان ته ستون شو. خو محکمو هغه ته په انتخاباتو کې د دریدو اجازه نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG