په پاکستان کې د نظر د معلومولو یوه تازه سروې ښیي چې د دغه هیواد نوي په سلو کې خلک وایي افغانانو ته دې د ویزې اخیستو پرته پاکستان ته د سفر کولو اجازه نه ورکول کیږي. دوي وایي دغه کار کولی شي چې د ترویزم سره په مبارزې کې مرسته وکړي.
دا سروې د همدې کال د جنوري د میاشتې د پنځه ویشتمې او د فبروري دلومړۍ نیټې پورې د پاکستانګَلوپ ادارې د دې هیواد په څلور واړو ولایتونو کې کړیده.
په سروې کې د شاوخوا 17سوه او پنځه پنځوس کسانو نظرونه اخیستل شویدي.په سروې کې یوازې نهه په سلو کې خلکو پاکستان د افغانانو په ورتګ د محدودیت د وضع کولو سره اختلاف ښودلی.
د اټکل له مخې هره ورځ شاوخوا پنځوس زره افغانان د طورخم او چمن د سرحدونو له لارې پاکستان ته اوړي.
په دوي کې هغه کسان هم شامل دي چې کورنۍ یې په افغانستان او پآکستان کې ویشل شویدي. دواړو حکومتونو دغو کسانو ته د سفر کولو ځانګړي اسناد ورکړیدي او هغوي کولی شي چې د ویزې اخیستو پرته سفر وکړي.
په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان ژوند کوي چې اکثره یې د اوسیدو قانونی اسناد لري خو د یو میلیون نه زیات یې په غیرې قانوني ډول د هغه هیواد په بیلا بیلو برخو کې اوسیږي.