د پاکستان حکومت وایي چې د افغانستان د دفاع وزارت په غوښتنې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر وخت خپلې پولې پرانیزي.
دمخه ویل شوي وو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ پولې به د دریو ورځو لپاره تړلې وي.پاکستان وایي د پولو په پرانیستل کیدو به افغانان وگړی وکړای شي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برخه واخلي او خپل مسؤلیت ادا کړي.
د پاکستان حکومت په اعلامیې کې ویلي دي چې د امنیتي مسایلو سره سره به د سپټمبر په ۲۸ مې (تلې ۶) د پاکستان او افغانستان تر منځ د تګ راتګ لویې لارې پرانیستې وي.
پاکستان د دې نه وړاندې ویلي و چې د افغانستان سره د انتخاباتو پر وخت د امنیت په برخې کې د مرستې لپاره به د دواړو هیوادونو تر منځ د تګ راتګ لارې بندې ساتي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څه موده وړاندې د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره په ټیلیفون کې خبرې کړې وې او د انتخاباتو د امنیت لپاره یې ترې د مرستې غوښتنه کړې وه.