د پاکستان مقاماتو د هغې ودانۍ د ړنگولوکار بشپړکړ چې تیر کال د مې په میاشتې کې امریکایي ځانګړو قواوو په کښې د القاعدې مشر،اسامه بن لادن وواژه. کارگرانو نن د دوشنبې په ورځ په ایبټ آباد کې ددغې ودانۍ د تخریبولو کار ختم کړ. بولډوزرونو دغه درې پوړیزه سمیټی ودانۍ چه بن لادن په کښي د مړینې نه مخکې اوسیدی ، بیخې اواره کړه.
پاکستاني امنیتي قواو، ددې ودانۍ د ړنگولو په وخت کې دغې ساحې ته نژدې ژورنالستان او نورخلک نه پرېښودل.
ددی ودانۍ د ړنگولو کارد شنبې په ورځ پیل شوی ؤ.
مامورینو هیڅکله نه دي ویلي چې ولي دوې ددغې ودانۍ د ړنگولو فیصله وکړه چې یووختې په کښي د القاعدې د ترورستې سازمان مشر اسامه بن لادن اوسیدی.
پاکستان د امریکایي ځانګړو ځواکونو په برید کې چې د شپې یی وکړ او بن لادن پکښې ووژل شو، ډیر په قهراو شرمنده شو.امریکا وویل ځکه یې دا حمله ډیره پټه ساتلی وه چې ویریدل چه څوک د القاعدې مشر خبر نه کړي.
د امریکا اوپاکستان اړیکې، چې هسې هم ددې حملې نه پس ډیرې خړې پړې شوې وې، د نوامبر په میاشتې کې په پاکستان کې د امریکا په هوایي حمله کې د ٢۴ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو نه وروسته لا پسې بیخې خرابې شویدي.