د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې الوتکه رالوېدلې -۱۳۰ کسه په کې سپاره وو


سیمه ایزې رسنۍ وايي چې اسلام آباد خبر ورکړی چې یوه الوتکه چې ۱۳۰ مسافر په کښي سپاره وو، اسلام آباد ته نږدې رالوېدلې ده. دغه ۷۳۷ بوینګ الوتکه له کراچۍ څخه د پلازمېنې اسلام آباد پر خوا روانه و چې اسلام اباد ته نږدې د باران او خرابې هوا له امله راولوېده.

حکومتي تلویزون وايي چې په الوتکې کې ۱۲۷ مسافر او عمله سپاره وو او هوايي ډګر ته څیرمه په یوې سیمې کې چې د خلګو ګڼه ګوڼه په کښي زیاته وه رالوېدلې ده. چارواکي وايي چې د ژغورنې ډلې د طیارې د لوېدو سیمې ته رسیدلي دي او په ټولو سیمه ایزو روغتونونو کې بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار د پاکستان د ډان نیوز خصوصي تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې په پېښه کې ۱۱۸ کسه وژل شوي دي.

د ۲۰۱۰ کال د جولای په میاشت کې هم یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د ایر بلیو خصوصي هوايي شرکت مربوط وه اسلام ته نږدې په غرنۍ سیمه کې رالوېدله او په کښي سپاره ۱۵۲ کسه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG