د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د غورځیدلې الوتکې "تور بکس" موندل شویدی


د پاکستان د هوایي چلند مامورین وایی چی تحقیقات کونکو د هغي الوتکي تور بکس یا د معلوماتو ثبتونکې آله پیدا کړې چی اسلام آباد ته نژدې راولویده او په کي سپاره ټول ١٥٢ تنه ووژل شول.

چارواکو وویل دغه بکس چی نن د شنبې په ورځ یې پیدا کړ، کوم بل ملک ته واستوي چی د خلاصیدو کوډ یې معلوم کړي.

هغوی وویل چی دغه ثبتونکې آله به دا ورته څرگنده کړي چی دغه الوتکه ولي راولویده.

پاکستانی چارواکو ویلي دي چی د سختو بارانو په وجه د ژغورني په چارو کي ځنډ راغلی دی.

دغه الوتکه چی د ( ایر بلو ) په نامه د یوه هوایي شرکت وه د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ نه اسلام آباد ته روانه وه چی را ولویده. ویل کیږي چی ګڼ غبار اوباراني هوا ددې پېښي مهم عامل وو.

د ( ایر بلو ) یوه نطاق وویل چی دغي الوتکي کومه تخنیکي نیمګړتیا نه درلوده او پیلوټانو کوم اضطراري سیګنالونه هم نه وو ورکړي.

( ایربلو ) د ( پي آی اې ) نه وروسته په پاکستان کي د وهم لوی هوایی شرکت دی.

XS
SM
MD
LG