د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو تر اوسه د ارمان لوڼي د قتل قضیه نده ثبت کړې


د پاکستان پولیسو د ارمان لوڼي د قتل د یوې میاشتې تیریدو وروسته هم د هغه د قتل قضیه نه ده ثبت کړې

د پښتون تحریک غړیو د ارمان لوڼي د قتل د قضیې د نه ثبتیدو په اړه په ټولنیزو رسنیو خپل احتجاج پیل کړیدی.

د پښتون تحفظ تحریک یو غړی ارمان لوڼی د فرورۍ په دوهمه نیټه د پولیسو لخوا د تشدد نه وروسته ووژل شو. د ارمان لوڼي خور وړانگې لوڼۍ په پولیسو د هغه د وژنې تور لگولی او ویلي یې و چې پولیسو لمړی په ارمان تشدد وکړ او وروسته یې د زخمي ارمان د ملگرو لاره بنده کړه چې هغه روغتون ته ورسوي او هغه همداسې ساه ورکړ.

په ټولنیزو رسنیو دغه مبارزه چې د ارمان لوڼي د خور په شمول پکې د تحریک غړیو او ملاتړو برخه اخیستې ده، د حکومت نه د عدالت غوښتنه کوي.

وړانگې لوڼۍ په خپل یو ټویټ کې ریاست 'قاتل' وباله. هغه لیکي:

​د بشري حقونو فعال او د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین د ارمان د قتل د قضیې نه ثبتیده 'په زخمونو د مالگې دوړول وبلل'. هغه لیکلي.

د یاودنې وړ ده د پاکستان د سنا د بشري حقونو کمیټې هم د مارچ په ٥ په یوې غونډې کې چې وړانگې لوڼۍ هم پکې گډون وکړ، غوښتي چې د پولیسو ضد دې د ارمان لوڼي د قتل قضیه ثبت شي.

د ارمان د قاتلانو ضد د قضیې د پیلیدو لپاره د تح‏ریک غړې ثنا اعجاز پخپل ټویټیر ولیکل

"ارمان لوڼی چې د پښتو ژبې پروفیسر او د حقونو فعال و، د پښتنو لپاره د اساسي قانون په اساس د حقونو غوښتنې له کبله وژل شویدی."

د یادونې وړ ده چې د پښتون تحفظ تحریک په ٢٠١٨ کال کې هغه وخت پیل شو چې یو قدرتمند پولیس افسر راو انور په کراچۍ کې یو پښتون ځوان نقیب الله محسود وواژه.

د هغې نه وروسته د تح‏ریک پښتانه د پاکستان نه غواړي چې د پښتنو په وړاندې دې تشدد او د کرکې پالیسۍ ختمې کړي.

د تح‏ریک د پیلیدو نه شاوخوا یو کال وروسته د ارمان لوڼی د پولیسو د لاسه وژل کیده یو ځلې بیا د پښتنو غوښتنې تازه کړیدي.

XS
SM
MD
LG