د لاس رسي وړ اتصالات

قاضي : مشرف دي د ۲ هفتو دپاره په توقیف کې وساتل سي


د پاکستان یوه قاضي د شنبی په ورځ امر وکړ چې پخوانۍ نظامي مشر جنرال پرویز مشرف دي د دوو اونیو لپاره په توقیف کې وساتل شي. دهغه په برخه کې به د محکمې بله غونډه د مۍ په څلورمه داېره شي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي چې مشرف په دې تور نیول شویدی چې هغه د پاکستان د سترې محکمې درئیس په شمول څو تنه قاضیان بندېان کړل. له مشرف سره داویره وه چې هغوي به د ده دویم ځلي جمهوری رېاست سره مخالفت وکړي.

په دې توګه هغه پلمه وکړله چې په ملک کې د طالبانو بغاوت مخ په زیاتېدو دی او اظطراري حالت یې اعلان کړ. نوموړي د اساسي قانون دتعویقولو حکم ورکړ.

خو د جنرال مشرف دغه کار هغه وخت ډېرشدید عکس ا لعمل منځته راوست چې ددغه هېواد وکیلانو په پراخه توګه مظاهرې وکړلې او دمشرف حکومت یې دومره کمزوری کړ چې هغه دېته اړ شو چې د پوځ څخه خپله استعفې ورکړي او نوي انتخابات اعلان کړي.

د پروزیر مشرف په برخه کې د شنبی په ورځ د اسلام آباد په یوې محکمې کې حکوم صادره شو او نوموړی هلته د ډېرو سختو امنېتی تدابېرو په ترڅ کې راوستل شو په داسی حال کې چې دهغه پلویان او مخالفین له محکمې نه بهر راټول شوي وو.

دپولیسو چارواکي محمد خالد وویل چې د اسلام اباد کمشنر یوه اطلاعېه خپره کړله او په هغې کې یې دمشرف کور زندان وباله. مشرف له محکمی نه دپولېسو مېلمستون ته انتقال شو او شپه یې هلته تیره کړله. خو ویل کېږي چې د شنبی په ورځ به خپل شخصي کورته انتقال شی او هلته به په خپل کور کې نظر بند وي.

د جمعې په ورځ ښاغلي مشرف په خپل فېسبوک کې لیکلي وو چې دده خلاف دا ادعاگانې سیاسی انگیزې لري. دهغه ېوه معتبر وکېل امرېکا غږ ته ووېل چې مشرف به خپله قضیه سترې محکمی ته هم وړاندي کړي.
XS
SM
MD
LG