د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ولسمشر د هیواد په حساسو شیبو کې ډوبۍ ته ولاړ


د پاکستان ولسمشر د هیواد په حساسو شیبو کې ډوبۍ ته ولاړ
د پاکستان ولسمشر د هیواد په حساسو شیبو کې ډوبۍ ته ولاړ

په داسې حال کې چې په پاکستان کې ورځ په ورځ د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ سېاسي شخړه زېاتېږي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري نن متحده عربی اماراتو ته روان شو.

حکومتي مامورانو وویل چې ښاغلی زرداري به په ډوبۍ کې په ېوه واده کې گډون وکړي او د جمعې په ورځ به بیرته خپل هیواد ته راستون شي.

مامورانو وویل چې د زرداري سفر د موجوده سېاسي بحران سره هیڅ تړاو نلري . اصف علي زرداري چې 56 کاله عمر لري ، تیره مېاشت هم متحده اماراتو ته دعلاج لپاره تللې ؤ. ښاغلی زرداري په داسي حال کې بهر ته ځي چې دپوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني نن دپاکستان د پوځ د لوړ پوړو قوماندانانو سره وکتل.

په پاکستان کې اوسنې سېاسي بحران دهغې وروسته راپورته شو چې ېو بی امظا پټ لېک چې ویل کېږي په واشنگټن کې د پاکستان سفیر د امرېکا پوځ ته لېږې ؤ رسوا شو.

په دغه لېک کې، د پاکستان حکومت د ېوې احتمالي پوځي کودتاه دمخنیوي په موخه د امرېکا دپوځ نه مرسته غوښتې وه.

پرون دپاکستان لومړي وزیر ېوسف رضا گېلاني د دفاع د وزارت سکرتر نعېم خالد لودي چې ېو پخوانې پوځي افسر دی، د خپلې دندې نه برطرفه کړ.

کله چې په 1326 هجري شمسي کې پاکستان دبریتانیې نه خپله ازادي واخېسته،نو ترواسه پوري څو وارې پوځیانو پرې حکومت کړې دی او درې وارې نظامي کودتاگانې په کې شوې دي. ېوه ملکي حکومت هم تراوسه پورې خپله ټاکلې نټېه نه ده پوره کړې او د پوځیانو د خواه ېې حکومت رانسکور شوی دی خو څېړونکي په دې باور دي چې دا ځلې جنرال کېاني نه غواړي چې کودتا وکړي، بلکې کوښښ کوي چې ولسمشر زرداري په نورو قانوني لارو باندې استعفا کولو ته مجبوره کړي.

XS
SM
MD
LG