د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پښتنو له احتجاج څخه د ځېنو افغانانو ملاتړ


د افغانستان حکومت رسماً په پاکستان کې د پښتنو د احتجاج په اړه غبرګون ښودلی نه دی خو د ملي شورا د یو شمیر غړو په شمول، ځېنو سیاسي څېرو او عامو افغانانو له معترضینو سره د پیوستون اعلان کړی دی.

له یوې اونۍ څخه زیات موده کیږي چې زرګونو پښتنو د اسلام آباد په شمول د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې احتجاج کړی دی. خلک د یو تن قبائیلي ځوان نقیب الله محسود د وژل کېدو له امله غوسه دي او له حکومت څخه غواړي چې د پېښې عاملین ونیسي او پر هغوي عدالت تامین کړي.

د معترضینو په غوښتنو کې راغلي چې د نقیب محسود قاتلینو ته سزا ورکړل شي، د ورکو شویو پښتننو څرک دې معلوم شي او په قبائیلي سیمو کې ښخ کړای شوي ماینونه خنثا شي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د افغان پوځ پخوانی جنرال عبدالجبار قهرمان وایې چې د افغانستان ولس د پښتنو له روان احتجاج څخه ملاتړ کوي.

د ښاغلي قهرمان په باور "افغان ملت که په حکومت کې وي او که په حکومت کې نه وي، له زړه له دوي [معترضینو] سره همغږی دی."

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست عبدالغفور لیوال وایې چې خلک باید له معترضینو څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي لیوال روان احتجاج "مشروع" بولي او زیاتوي چې"نه یواځې د افغانستان بلکې د منځنۍ آسیا، منځني ختیځ او ټول هېوادونه چې ددې سیمې د ترهګرو ډلو له حرکتونو څخه ځوریږي، باید ددغې مشروع، انساني او سوله ایزې غوښتنې تر شا ودریږي."

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو له احتجاج څخه ملاتړ کړی. هڅه مو وکړه چې د افغانستان د حکومتي چارواکو نظر واخلو. دوي پدې اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي.

پاکستان کې د پښتنو له احتجاج څخه د ځېنو افغانانو ملاتړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

XS
SM
MD
LG