د لاس رسي وړ اتصالات

احتجاج کوونکي: که غوښتنې پرځاي نه شوې، میاشت وروسته بیا غونډیږو


د پښتنو احتجاج د جنورۍ میاشتې په ۲۵ نېټه له دیره اسماعیل خان څخه پیل شو
د پښتنو احتجاج د جنورۍ میاشتې په ۲۵ نېټه له دیره اسماعیل خان څخه پیل شو

له پاکستان څخه په رئپوټونو کې راغلي دي چې د پښتنو احتجاج تر یوې میاشتې پورې ځنډیدلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د حکومت یوه اعلامیه خپره شوې چې پکې د معترضینو د غوښتنو د منل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د احتجاج سمبالوونکي تائیدوي چې استازو یې د شنبې په ورځ [فبرورۍ ۱۰] د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدلي دي. د معترضینو لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې صدراعظم عباسي په لیکلې بڼه د احتجاج کوونکو غوښتنې منلي دي.

د معترضینو په لویو غوښتنو کې د نقیب الله محسود قاتلینو ته سزا ورکول،د ورکو شویو پښتنو د څرک معلومول او په قبایلي سیمو کې د ښخ کړای شويو ماینونو خنثا کول شامل دي.

د احتجاج مشر منظور پښتون معترضینو ته ویلي دي چې که حکومت یې غوښتنې پوره نه کړي نو میاشت وروسته به بیا خلک لاریون ته راوبلل شي.

د احتجاج مشر منظور پښتون
د احتجاج مشر منظور پښتون

د پښتنو احتجاج د جنورۍ میاشتې په ۲۵ نېټه له دیره اسماعیل خان څخه پیل شو چې وروسته یې لمنه د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد په شمول ګنو ښارونو ته پراخه شوه.

په پاکستان کې د پښتنو له احتجاج څخه تر بل هر آدرس افغانستان کلک ملاتړ وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني د پښتنو اعتراض د تُندلارې پر ضد ښه ګام وباله او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې لدغو لاریونونو څخه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG