د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د پښتنو سره نژادي تبعیض روان دی


د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د ترهگرو د بریدونو نه وروسته په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو او د پاکستان پښتنو په ضد د تبعیض نه د ډکو اقداماتو رپورټونه خپاره شویدي.

د پنجاب حکومت دغه رپورټونه رد کړیدي خو په پنجاب او اسلام اباد کی اوسیدونکي قباېلي پښتانه او افغان مهاجر وایي چې د هغوي سره ډیر بد چلند کیږي.

یو افغان مهاجر شاو ولي چې کورنۍ یې د کندوز نه پاکستان ته مهاجره شوي، وایي چې دی په پاکستان کې زیږدلی دی او په اسلام اباد کې کار کوي. هغه وایي " مونږ کوم غیرقانوني کار نه دی کړی خو پولیس مو ځوروي. مونږ په پاکستان کې ژوند کوو نو دی ته هیڅ دلیل نه پیدا کیږي چې د دې ملک مخالفت وکړو."

په اسلام اباد کې د پښتنو سره د نژادي تبعیض په ضد احتجاجي مظاهره وشوه، په هغې کې پښتنو ځلمو او د مدني ټولنې فعالینو گډون کړی وو. هغوي د حکومت نه وغوښتل چې د پښتنو ضد اقدامات دې ژر تر ژره بند کړي.

په دغه مظاهرې کی گډون کونکي عبدالوزیر د امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې د پاکستان د اتباعو په توگه هغوي اساسي حقوق لري. هغه وایي چې پ" ه پښتنو شک سم کار ندي" ښاغلي وزیر زیاته کړه چې د " پاکستان د اساسي قانون په اساس مونږ د دی ملک په هر گوټ کې د اوسیدلو حق لرو."

په اسلام اباد کې د یو میلمستون مالک توقیر احمد کیاني وایي چې د افغانانو او پښتنو سره د تعصب نه ډک سلوک کیږي چې دا ښه خبره نه ده. هغه وایي " که چیری یو تن غلط کار وکړي، که هغه پاکستانی وي او که افغان، باید د هغوي سره یو ډول چلند وشي. د بیگناه افغانانو ځورول بیخي ظلم دی."

د پنجاب د قانوني چارو وزیر رانا ثنا الله د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د دې نه مخکې هم داسي شکایتونه ثبت شوي دي. خو هغه زیاته کړه چې کوم خاص قوم یې نه دی په نښه کړی او دغه تورونه بیخي بیځایه دي.

XS
SM
MD
LG