د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان حقاني ډله د سیمې په ناامنۍ ګرمه بولي


د پاکستان حکومت وایي حقانیان تر ډيره د افغانستان د نا امنۍ عاملان دي

طالبانو خبر ورکړ چې د افغانستان د حقاني شبکې موسس او د امریکا یو پخوانی نژدې متحد چې وروسته يي په سرسخته دښمن بدل شو، د اوږدې ناورغۍ وروسته د دوشنبې په ورځ مړ شو.

د پاکستان یو حکومتي ویاند او د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د سه شنبې (سیپتمبر ۴) وویل د حقاني شبکې غړي چې شمیر يي شاید دوه زره اته سوه تنو ته ورسیږي په افغانستان کې د ډيرې نا امنۍ عاملان دي او سره لدې چې په افغانستان کې په تریلیون ډالر مصرف شوي خو امریکا پدې ونه توانیده چې أفغانستان ته امن او ثبات راوړي. د ښاغلي چوهدري په باور کیدلې شي د افغانستان نا امني بل علت ولري.

فواد چوهدري (ښي) د اطلاعاتو وزیر او د تحریک انصاف ګوند ویاند دی.
فواد چوهدري (ښي) د اطلاعاتو وزیر او د تحریک انصاف ګوند ویاند دی.

د پاکستان د کورنیوچارو پخوانی وزیر رحمان ملک وایي د وخت په تیریدو سره د حقاني د شبکې یا بلې هرې ترهګرې ډلې ختمیدل د راتلونکې دپاره ښه دی. د ملک په وینا هغه څه چې د حقاني شبکې په پاکستان او افغانستان کې ترسره کړي، هغه ټولو ته معلوم دي، خو اوس وخت په افغانستان کې د یوې ریښتینې سولې د تامین دپاره باید امریکا خپل رول ولوبوي.

رحمان ملک د پاکستان د کورنیوچارو پخوانی وزیر دی.
رحمان ملک د پاکستان د کورنیوچارو پخوانی وزیر دی.

​جلال الدین حقاني په ۱۹۴۷ میلادي کال، د ځدراڼو په قوم کې زیږدلی و. حقاني د اسامه بن لادن نژدې ملګری و او بن لادن اکثره د خوست ولایت په شاوخوا کې د حقاني په مرکزونو کې اوسیدو.

جلال حقاني ١٢ زامن لري او د مړینې مخکې د ډیرو کلونو راهیسې په پارکینسن (د بدن د لړزیدو عصبي ناروغي) ناروغۍ اخته و او ورځ تر بلې یي د خپلې جنګي مبارزې چارې یې خپل زوی، سراج الدین حقاني ته سپارلې.

XS
SM
MD
LG