د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا په قبائیلي سیمو لومړني انتخابات


د خیبر پښتونخوا په قبائیلي سیمو کې نن د شنبې په ورځ (جولای ٢٠) لومړی ځل د ایالتي اسامبلې لپاره تاریخي انتخابات وشول.

دغه انتخابات په اوو قبائیلي سیمو کې کیږي چې پدغو سیمو کې د اوږدې مودې لپاره د طالبانو او القاعده شبکې په گډون یو شمیر نورې ترهگرۍ ډلې فعالې وې.

د خیبرپښتونخوا د انتخاباتو د ایالتي کمیسیون ویاند سهیل خان وایي چې د دوو ښځو په گډون ٢٨٥ کسان د ١٦ څوکیو لپاره سره په مبارزه بوخت دي.

د قبائیلي سیمو ٢.٨ میلیون وگړي د انتخاباتو لپاره راجستر شوي وو چې ١٨٩٧ انتخابتي حوزو کې یې رای ورکړې.

د خیبر په جمرود کې د رای ورکوونکو کتار
د خیبر په جمرود کې د رای ورکوونکو کتار

د پاکستان حکومت شاوخوا ٣۴ زره پوځیان او ملیشه ځواکونو د انتخاباتو د امنیت لپاره سیمې ته لیږدولي دي.

له بلې خوا سیاسي فعالین تور لگوي چې د پاکستان پوځ د هغه هیواد د واکمن تحریک انصاف گوند د کاندیدانو ملاتړ کوي.

د عوامي نشنل گوند مرکزي سکرتر میا افتخارحسین د امریکا غږ ډیوه رادیو سره په خبرو کې تور لگولی چې د پاکستان د پوځ یو جګړن د باجوړ گورنمنټ هایي سکول کې د رایو اچولو یو مرکز ته ورغلی او خلک یې د تحریک انصاف گوند کاندید ته رای ورکولو ته هڅولي دي.

خو د پاکستان تحریک انصاف واکمن گوند د قامي اسامبلې غړي اقبال اپریدي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا تورونه هغه کسان لگوي چې په انتخاباتو کې خپله ماتې له ورایه گوري.

دا لومړی ځل دی چې د قبائیلي اوو سیمو اوسیدونکي صوبایي اسامبلې ته د خپلو استازو د ټاکلو لپاره رایه ورکوي.

قبائیلي سیمو ته په ١٩٩٧ کې د رای ورکولو حق ورکړل شو. پخوا یواځې د سیمې مشرانو کولای شول د ملي اسامبلې ١٢ څوکیو ته رایه ورکړي.

XS
SM
MD
LG