د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ سناتوره د واکسین او معافیت یوې نړیوالې ادارې مشره ټاکل کیږي


ډاکټره ثانیه نشتر په پیښور کې زیږیدلې او د سنا په مجلس کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سناتوره ده.
ډاکټره ثانیه نشتر په پیښور کې زیږیدلې او د سنا په مجلس کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سناتوره ده.

د واکسین او معافیت نړیوال اتحاد یا (GAVI) ویلي چې پاکستانۍ سناتوره ثانیه نشتر به ډیر ژر د دې نړیوالې ادارې نوې مشره وټاکل شي.

دا لومړی ځل دی چې یوه میرمن د دې سازمان مشري کوي.

ډاکټره نشتر چې ۶۰ کاله عمر لري، د روان میلادي کال د مارچ په ۱۸ مې نیټې به د اوسني مشر ډیوډ مارلو ځای ناستې شي.

هغه د خیبر پښتونخوا د پیښور په ښار کې پیدا شوې او د پاکستان د سنا په مجلس کې د تحریک انصاف ګوند سناتوره ده.

د GAVI سازمان تیر کال د فبروري په میاشت کې اعلان کړی و چې د نایجریا ډاکټر او د هارورډ په پوهنتون کې پروفیسر محمد عالي بات به د دې سازمان نوی اجرائیوي مشر وي، خو ښاغلي بات دې سازمان ته شپږ اوونۍ وړاندې تر دې چې خپله دنده پیل کړې خبر ورکړی و چې غواړي بیرته هیواد ته ستون شي او هلته خدمت وکړي.

ډاکټره ثانیه نشتر په پاکستان کې په حکومت، غیر دولتي سازمانونو او ملګرو ملتونو کې د کار کولو دیرش کلنه تجربه لري.

د GAVI مدیریه هیت مشر هوزې مانیول باروسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې میرمن نشتر د روغتیا برابرۍ کې د نه ستړې کیدونکو خدماتو له کبله نوم ګټلی.

دا خیریه سازمان په ۲۰۰۰م کال کې جوړ شوی او مخ پر ودې هیوادونو ته د بیلا بیلو واکسینونو جوړولو برخې کې کار کوي.

میرمن نشتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې "روغتیا له ژوند ژغورونکو واکسینونو څخه پیلیږي" او دا یې هم منلې چې د دې سازمان مشري کول کول آسان ندي.

د GAVI سازمان د خپل فعالیت راهیسې څه باندې یو ملیارد ماشومانو ته واکسین ورکړی او د نړۍ ۷۸ هیوادونو کې چې د خلکو عاید پکې ټیټ دی، د ماشومانو د مړینې کچې په کمولو کې مرسته کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG