د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې عام اعتصاب اعلان شوی


په پاکستان کې عام اعتصاب اعلان شوی
په پاکستان کې عام اعتصاب اعلان شوی

نن دجمعې په ورځ په پاکستان کی د دېني گوندونو او تنظېمونو په غوښتنه عام اعتصاب اعلان شوی دی او تاجرانو او دوکاندارانو خپل دوکانونه تړلی دي. دېني تنظېمونه په دې باور دي چی دپاکستان حکومت غواړی چی داسلام د پېغمبر دشان دسپکاوي په خلاف چې کوم قانون نافذ دی، بدل او اصلاح ېې کړي.

که څه هم چې دپاکستان حکومتي چارواکی واېې چې ددغه قانون بدلول نه غواړي خو بېا هم دېني تنظېمونو خپل اعتصاب نن دپلان سره سم شروع کړ.

داسلامی تنظېمونو دېوې بانفوذه ډلې مشر د فرانسې خبری اژانس AFP ته ووېل چې که دپاکستان حکومت د توهېن رسالت په نوم دسزا قانون بدل کړي نو دحکومت پرخلاف به دحکم د نه منلو تحرېک شروع شي.

کله چې ېوې پاکستاني محکمې په نوامبر کی ېوه عېسوۍ مېرمن د اسلام دپېغمبر دسپکاوي او توهېن په تور داعدام په سزا باندي محکومه کړه نو په نړېواله سطحه دغه قانون ته دهرچا پام شو. ناقدېن واېې چې دنوموړي قانون څخه ځېني کسان د مذهبی اقلېتونو دځپلو لپاره ناوړه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG