د لاس رسي وړ اتصالات

احسان: د پاکستان د حکومت سره مو د سولې خبري ځنډولي دي


آرشیف
آرشیف
پاکستاني طالبانو ویلي دي چې د حکومت سره یې د سولې د خبرو وړاندیز بیرته اخیستی دی. ددغه ډلې ویاند احسان الله احسان په یوې ویډیو کې چې نن د دوشنبې په ورځ یې خبریالانو ته لېږلې ده ویلي دي چې دغې ډلې په موقتي ډول د حکومت سره د سولې خبرې ځنډولي دي ځکه حکومت د دوي سره په خبرو کې جدي هلې ځلې نه دي ښودلي.

نوموړي پر پاکستانیانو باندي غږ کړی دی چې ددغه هېواد د مې د میاشتې د ټولټاکنو سره دي مقاطعه وکړي او پر ځای یې په کار ده په دغه هېواد کې اسلامي قانون نافذ شي.

د پاکستاني طالبانو دغه پریکړه په داسي حال کې شوې چې ذ پېښور امنیتي چارواکي وايي چې یو ځانمرګه برید کونکي او څو نورو وسله والوو په دغه ښار کې د قضا پر یوه مرکز برید کړی دی، درې کسه یې وژلي او په لسګونه تنه نور یې ټپیان کړي دي.


چارواکي وايي چې وسله والو کسانو نن د دوشنبې په ورځ د دغه مرکز د ساتونکو سره نښتې کړي دي.


تراوسه پوري چا د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پېښور د پاکستان د نیمه خودمختاره قبایلي سیمو په سرحد کې موقعیت لري. په قبایلي سیمو کې طالبان مرکزونه لري او د پاکستان د حکومت پرضد یې جګړه روانه کړې ده. دغه جګړه ماران او متحدین یې په پېښور کې حملې کوي.
XS
SM
MD
LG