سږکال د پاکستان په سیاسي بهیر کې دوه داسې تندلارې ډلې ورگډ شوي دي چې پاکستان کې یې په فعالیتونو بندیز لگیدلی و.
له پېښوره د ملي اسمبلۍ لپاره په تشه څوکۍ شوو انتخاباتو کې دوه نویو مذهبي ګوندونو "لبیک یا رسول الله" او د غیر رجسټر شوي سیاسي ګوند "ملي مسلم لیګ" کاندیدانو په ګډه له ١٢٠٠٠ ډیر رایې ترلاسه کړې.
څیړونکي وایي دا ښایي د پاکستان سیاست په یوه نوې لارې روان کړي. د ملي مسلم لیک د اطلاعاتو سکرټر احمد ندیم وایي چې د انتخاباتو کمیسیون یې په سیاست کې د برخه اخیستو مخه نشي نیولي.
منتقدین دا نوی گوند د جماعت الدعوه او د لشکر طیبه نوی شکل گڼي چې مشري یې حافظ سعید کوي.
حافظ سعید اوسمهال په پاکستان کې نظر بند دی او متحده ایالات او هند دا ډله د ترهگرو په تور لست کې اچولې خو د ملي مسلم لیگ گوند دا تورونه ردوي او وایي چې ملي مسلم لیگ گو ند بلکل آزاد گوند دی.
حاجي لیاقت علی، د پیښور په ضمني ټاکنو کې د مستقل کاندید په توگه سیالي وکړه. خو هغه ځان د ملي مسلم لیگ خواخوږی بولي.
د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د دغه گونډ راجستر کیدل د لشکر طیبه سره د اړیکو په تور رد کړ.
په لاهور کې د پخواني صدراعظم نواز شریف په تشه څوکۍ هم دوه کاندیدان په بې ساري توگه زرگونه رایې خپلې کړې چې شک کیږي د جماعت الدعوه د تندلارو ډلو سره اړیکې لري.
د لاهور په ضمني انتخاباتو کې بل نوی گوند 'لبیک یا رسول الله' و.
د دغه محافظه کاره گوند کاندید علامه خادم رضوي د ډیرو رایو په اخیستو مبصرین حک پک حیران کړل. د خادم رضوي په انتخاباتي پوستر باندې د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثیر د اعدام شوي قاتل، ممتاز قادري انځور لگیدلی.
خو ایا د داسې تنظیونو لپاره د خپل انتخاباتي کمپاین دوام اسانه کار دی؟ ایا دوی د دغو کارونو لپاره د حکومت اجازې ته اړتیا نلري؟
د سیاسي څیړونکو په باور په لاهور او په پیښور کې د ضمني ټاکنو نه وروسته به، د پاکستان عمومي ټاکنې دا جوته کړي چې دا نوي رامنځ ته شوي اسلامي گوندونه د پاکستان په سیاست کې څومره نقش لري.