د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ددې هیواد پخوانی صدراعظم نواز شریف د خراب روغتیایي وضعیت په وجه له زندان نه خوشې شوی و، اوس کولای شي بهر ته مسافرت وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د نومبر په ١١ (لړم ١٩) وویل: "د هغه د مسافرت لپاره حقوقي موانع رفع شوي، ځکه ډاکترانو ویلي چې د هغه د ژوند د ژغورنې لپاره باید په بهر کې تداوي شي."
د مسلم لیگ نواز گوند یوې منبع ویلي چې ښاغلی شریف ښایي د درملنې لپاره لندن ته لاړ شي. د نواز شریف ډاکترانو ویلي چې د هغه روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
٦٩ کلن نواز شریف چې درې دورې د پاکستان صدراعظم و، په ٢٠١٧ کې د دریمې صدارت پر وخت د پاکستان د سترې محکمې له خوا سلب صلاحیت شو او په فساد کې د لاس لرلو په تور په اوه کاله بند محکوم شو.
ښاغلي شریف د فساد تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر هغه لگیدلي تورونه سیاسي انگیزه لري.
د فرانس پرس خبري اژانس د ښاغلي قریشي له خولې لیکلي چې: "مونږ د خدای نه ورته بشپړه روغتیا غواړو چې هغه روغ جوړ شي او راشي او په سیاست کې ونډه واخلي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرگندونې پداسې حال کې بیان شوي چې نواز شریف لاهم په اداري فساد محکوم شوی او هیواد ته د بیرته رتللو وروسته باید د بند پاتې موده بشپړه کړي.
ښاغلی شریف د خپل صدارت په لومړي پړاو کې هم د فساد په تور له کاره گوښه کړای شوی و او په دوهمه دوره کې بیا د پاکستان د پوځ د کودتا په نتیجه کې له واکه لرې کړای شو.